
د څلورم پړاو په بشپړېدو به د افغانستان د ۸۷ سلنه وګړو امنیت پخپله د افغان ځواکونو له لوري ساتل کېږي. ډاکټر اشرف غني احمدزی
له بهرنیو ځواکونو افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد څلورم پړاو به په راتلونکو دوو میاشتو کې پیل شي.
په هغه خبري غونډه کې چې په دې اړه په کابل کې جوړه شوې وه، د لېږد د بهیر کمېسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګډون د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو، د ملي امنیت مرستیال او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مشر ګډون کړی و.
ښاغلي احمدزي وویل، چې په دې اړه پرون د افغانستان د امینت شورا یوه غونډه لرله چې ولسمشر حامد کرزي په کې د لېږد روان بهیر وارزاوه.
د ده په خبره د ولسمشر د پرېکړې له مخې به د لېږد د بهیر څلورم پړاو په راتلونکو دوو میاشتو کې پیل شي، چې په پایله کې به یې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د ۵۲ اداري واحدونو او ۱۱ سلنه نورو وګړو د امنیتي چارو مسوولیت افغان دولت ته وسپارل شي.
د ده په وینا د څلورم پړاو په بشپړېدو به د افغانستان د ۸۷ سلنه وګړو امنیت پخپله د افغان ځواکونو له لوري ساتل کېږي.
"له بهرنیو ځواکونو افغان هغو ته د امنیت مسوولیتونو د لېږد بهیر د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې پیل شوی و. دغه پړاو په ټوله کې پنځه پړاوه لري، چې په پایله کې به یې د ټول افغانستان د امنیتي چارو مسوولیتونه له بهرنیو ځواکونو د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته ولېږدول شي."
ډاکټر اشرف غني احمدزی
"له بهرنیو ځواکونو افغان هغو ته د امنیت مسوولیتونو د لېږد بهیر د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې پیل شوی و. دغه پړاو په ټوله کې پنځه پړاوه لري، چې په پایله کې به یې د ټول افغانستان د امنیتي چارو مسوولیتونه له بهرنیو ځواکونو د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته ولېږدول شي"
په غونډه کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت سرپرست مشر وویل، چې دوی له بهرنیو ځواکونو د امنیت لېږد څلورم پړاو ته پوره چمتووالی لري او له یوه بل سره د همغږۍ پر مټ به په نوو لېږدول شوو سیمو کې د امنیت د خوندیتوب هڅې کوي.
دغو چارواکو همداراز ډاډ څرګند کړ، چې په تېرو دریو پړاوونو کې د لېږدول شوو سیمو امنیت تر پخوا ښه دی او هیله یې وښوده، چې په نوو لېږدول شوو سیمو کې به هم امنیتي وضعه ښه وي.












