
برید کوونکی قومندان تښتېدلی دی.
د افغانستان په شمالي جوزجان ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو یوه قومندان خپل پنځه سیمه ییز پولیس وژلي او خپله تښتېدلی دی.
د جوزجان امنیه قومندان عبدالعزیز غیرت بي بي سي ته وویل دا پېښه نن سهار پنځه بجې د کوشتپې په سیمه کې شوې ده.
راپورونه وايي، چې دغه قومندان څه موده وړاندې له طالبانو څخه د سولې د بهیر له لارې حکومت ته تسلیم شوی و.
دغه قومندان ته پخپله سیمه کې د پوستې قومنداني ورکړل شوې وه.
طالبانو ویلي، چې وژونکي پولیس له وړاندې له دوی سره اړیکه لرله، چې طالبانو ته پر ورتګ یې وسلې او موټر سایکلونه هم له ځانه سره وړي دي.
دغه راز ویل شوي چې په بادغیس ولایت کې پنځلس تنه سیمه ییز پولیس مخالف لوري ته اوښتي دي.
طالبانو هم ویلي، چې دوی ته ځینې سیمه ییز پولیس ور اوښتي دي.
د کابل پولیسو په مرکز کې یو امریکايي سلاکار په ډزو وژلی دی.
برید یوې افغانې ساتنمې کړی دی.
دغه افسره نیول شوې ده.
دا په خپله بڼه کې لومړۍ پېښه ده که څه هم وړاندې تر دې په روان کال کې په افغانستان کې تر پنحوسو ډېر بهرني پوځيان د افغان نارینه پوځيانو له خوا وژل شوي دي.
ناټو ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه تر وتلو مخکې د افغان پوځیانو او پولیسو په روزنې کې دخیل دي.
د کابل د پولیسو د جنايي تحقیقاتو مشر جنرال ظاهر د پېښې په اړه بي بي سي ته وویل:
''یوه مېرمن چې د پولیسو د ساتنمنۍ جامې یې پر تن وې، پر یوه امریکايي سلاکار یې ډزې کړي او وژلی یې دی. دغه مېرمن ژوندی ده او اوس موږ څېړنې او تحقیق ترې کوو.''













