
د هلمند پېښه د ګريشک ولسوالۍ په مالګیر نومي سیمه کې د پوځیانو د ګزمې پر وخت شوې ده.
افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ويلي چې د خاص اروزګان په ولسوالۍ کې یوۀ کس چې د افغان پولیسو جامې یې پر تن وې دوه امریکایي سرتېري وژلي دي.
د رپوټونو له مخې پېښه نن (پنجشنبه د اکتوبر ۲۵مه) د خاص اروزګان ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ کې وشوه.
دلته د افغان او بهرنیو ځواکونو تر منځ یوه غونډه روانه وه.
ځینې سر چينې وايي چې بریدګر چې "قسیم" نومېږي د دغې ولسوالۍ له امنیه قومندان سره له دوو میاشتو راهیسې کار کاوۀ او اوس تر برید وروسته په تېښته بریالی شو.
خو د اروزګان ولایت د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدیر ګلاب خان وايي چې برید د یوه ناپېژندل شوي کس له خوا تر سره شوى او په کې یې د پولیسو لاس لرل رد کړي دي.
هلمند
د دې تر څنګ د برتانوي پوځیانو یوې ډلې د "ناسم پوهاوي" له کبله په خپلې بلې ډلې ډزې کړي چې له امله یې دوه برتانوي پوځیان وژل شوي.
پېښه د ګريشک ولسوالۍ په مالګیر نومي سیمه کې د پوځیانو د ګزمې پر وخت شوې ده.
"د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم د ملا یار محمد د وژل کېدو خبره تاییدوي"
که څه هم دافغان ځواکونو له خوا پربهرنیو پوځیانو بریدونه کومه نوې خبره نه ده خو دا لومړى ځل دى چې د ناسم پوهاوي له کبله د ناټو ځواکونو په خپل منځې ډزو کې دوه برتانوې پوځیان وژلي.
فاریاب
بل خوا د فاریاب ولایت حکومتي چارواکي وایې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ په یوه نښته کې ۲۵ تنه وسله وال او لږ تر لږه شپږ افغان پولیس وژل شوي دي.
د فاریاب والي محمد الله بتاش وایی چې دغه وسلوال تیره ورځ هغه مهال ووژل شول چې د دغه ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ پر مرکز یی برید وکړ او د دوو ساعتونو لپاره یې په خپله ولکه کې وساته.
هغه زیاته کړې چې سیمې ته د کومکي ځواکونو له رسیدو سره سم امنیتي ځواکونو عملیات وکړل چې په پایله کې یې د وسلوالو طالبانو له خوا فاریاب ته د نومول شوې والي ملا یار محمد په ګډون ۲۵ تنه وسله وال ووژل شول.
د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم د ملا یار محمد د وژل کېدو خبره تاییدوي او زیاتوي چې په دغه برید کې شاوخوا ۲۰ تنه کورني او بهرني پوځیان وژل شوي دي












