
د ماشومانو د حالت په اړه له اندېښنو سره سره افغان حکومت وايي، نږدې ۹ میلیونه ماشومان زده کړو ته لاسرسی لري.
د ماشومانو د حقونو د ملاتړ د نړیوالې ورځې د نمانځل کېدو په درشل کې د پرمختګ او سولې لپاره د همکارۍ موسسه د افغان ماشومانو حالت د اندېښنې وړ ښيي.
دغه بنسټ د ماشومانو په برخه کې خپلې ۱۹ ورځنۍ موندنې په کابل کې د بې سرپرسته ماشومانو د ساتنې په یوه مرکز کې د نندارې په توګه وړاندې کړې.
دغه ننداره د یوې افغانې کورنۍ ژوندې نندارې ته وړاندې کوي، چې پلار یا د کورنۍ سرپرست د بې وزلۍ له کبله خپل ماشومان له دې پرته چې زده کړو ته يي پام وکړي، درنو کارونو ته يي اړ باسي.
د ماشومانو پروړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې کمپاین، د بدلون د کاروان په نوم د ۴۶ مدني بنسټونو په ملاتړ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پیل شوی و.
د مدني بنسټونو فعالانو د دغه کمپاین پر مهال له قومي مشرانو، دیني عالمانو، د سیمه ییزو او ولایتي شوراګانو له استازو سره لیدلي او د ماشومانو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي یا له منځه وړلو په اړه يې ورسره مشورې کړې دي.
پرمختګ او سولې لپاره د همکارۍ د بنسټ یو مسوول انجینریوسف وايي، په دغه کمپاین کې مهمه مساله دا وه، چې په جګړه کې ټولو ښکېلو خواوو ته وویل شي، چې د جګړې په ليکو کې د ماشومانو له ګومارلو لاس پرسر شي.
"د کارګرو ماشومانو ستراتيژي جوړه شوې ده او سږ کال ټاکل شوې وه، چې پلي شي، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله راتلونکي کال ته وځنډېده."
علي افتخاري
د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت د هغو ماشومانو شمېر، چې له ګواښ سره مخامخ دي، شا وخوا شپږ میلیونه اټکلوي، چې د دغه وزارت د معلوماتو له مخې شا وخوا دری میلیونه يي د مرستې رسونې په پروګرام کې شامل دي.
د دغه وزارت ویاند علي افتخاري وايي، پر ماشومانو د درنو کارونو کولو د مخنیوي لپاره د کارګرو ماشومانو د ستراتيژۍ په طرحې کار روان دی. د نوموړي په خبره" د کارګرو ماشومانو ستراتيژي جوړه شوې ده او سږ کال ټاکل شوې وه، چې پلي شي، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله راتلونکي کال ته وځنډېده. د دغې طرحې په پلي کولو سره هڅه کیږي، چې کارګر ماشومان راټول شي او له هغه وروسته د همدغو ماشومانو کورنۍ چې په رښتیا هم اقتصادي ستونزې ولري، د کار او ټولنیزو چاو وزارت له خوا ورته حرفوي زده کړې ورکړل شي، چې دوی پخپل ځان بسیا شي او د ماشومانو راتلونکی ژوند يي ورباندې تضمین شي."
د ملګرو ملتونو او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خوا د یوه خپاره شوي تازه رپوټ له مخې، چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، د افغانستان له ۳۳ میلیونه نفوس څخه شاوخوا ۵۰ سلنه يي تر ۱۵ کاله کم عمره ماشومان دي. د ماشومانو د حالت په اړه له اندېښنو سره سره افغان حکومت وايي، نږدې ۹ میلیونه ماشومان زده کړو ته لاسرسی لري.












