
کابل ښاروال هڅه کړې وه چې په ښار کې شته سمټي دیوالونه او خنډونه لرې کړي، خو دا کار د امنیتي ستونزو له امله بشپړ نه شو.
نن د کابل ښار لسګونو ماشومانو د ښوونکي د ورځې په ویاړ خپل آندونه او فکرونه د ښار په دیوالونو او سمټي خنډونو د انځورونو په بڼه وښکل. د ماشومانو د انځورونو موضوع د افغانستان ملي بیرغ، د سولې کوتره، ونې او ګلان وو.
ددې کار نوښت د کابل ښاروالۍ په لاس کې و، کابل ښاروال وايي که د امنیتي ستونزو له کبله نه شي کولای د ښار په منځ کې سمټي خنډونه او دیوالونه لرې کړي، نو غواړي چې د ماشومانو په انځورونو د ښار برخې ښکلې کړي.
نن شاوخوا سل تنه ماشومان او تنکي ځوانان چې عمرونه یې د اتو او څوارلسو کلونو تر منځ و، د ښار منځنۍ برخې پښتونستان څلور لارې ته راغلي وو. دوی سپینې خولۍ پر سرونو او سپینې جامې يې اغوستي وې، په لاسونو کې يي رنګ او برسونه وو او غوښتل يي د امنیتي خنډونه پر سر چې ښار ته یې پوځي بڼه ورکړې انځورونه وکاږي.
د ښار څېره
"نن د ښوونکي ورځ ده او موږ یې د هرکلي لپاره دلته زده کوونکي راټول کړي دي، دا چې د کابل ښار ځینې سیمې د سیمټي دیوالونو په وسیلې ډېر بدرنګه شوي دي نو غواړو چې د خپلو ماشومانو آندونه دلته د انځور په بڼه ولرو"
کابل ښاروال
څرګنده ده چې دغو سمټي دیوالونو او خنډونو د ښار څېره بې خونده کړې ده. کابل ښاروالۍ د ښوونکي ورځې په ویاړ له زده کوونکوغوښتي چې دغه دیوالونه په خپلو انځورونو ښایسته کړي. زده کوونکي دلته پرته له دې چې ګڼه ګوڼه جوړه کړي پر څوکیو پورته شوو او خپله انځور ګرې يي کوله.
ددوی د هڅونې په موخه ډول او سرنی هم غږېده او وطني سندرې ویل کېدې، ځینې نارینه لیدل کېدل چې د زمري په شان څارویو پوستکي یې پر تن کړي و او ها خوا دیخوا ګرځېدل.
کابل ښاروال محمد یونس نواندېش هم د انځورګرو ماشومانو تر منځ ښکاریده ده وویل " نن د ښوونکي ورځ ده او موږ یې د هرکلي لپاره دلته زده کوونکي راټول کړي دي، دا چې د کابل ښار ځینې سیمې د سیمټي دیوالونو په وسیلې ډېر بدرنګه شوي دي نو غواړو چې د خپلو ماشومانو آندونه دلته د انځور په بڼه ولرو. دلته مو د ښوونځیو سل تنه زده کوونکي راوستي دي او د انځورګرۍ وسایل مو ورته چمتو کړې دي."
تر لږ ځنډ وروسته د مالیې وزرات او د افغانستان بانک شاوخوا امنیتي دیوالونه په ښکلو انځورونو ښایسته شول. یوه ماشوم د افغانستان ملي بیرغ، بل د سولې کوتره، بل ګلان او ونې او یوه بل هم د سګرټ نه څکولو نښه انځور کړل.
وړاندې تر دې کابل ښاروال هڅه کړې وه چې دغه سمټي دیوالونه او خنډونه لرې کړي، خو دا کار د امنیتي ستونزو له امله بشپړ نه شو.













