په افغانستان کې تر درې میاشتني ځنډ وروسته نن بیا د ښونځي د زده کوونکو د ډله ییز مسمومیت خبره کیږي.
د افغانستان د پوهني وزارت وایي د کابل په شپږمه ناحیه کې ۱۶ نجونې د نامعلومو لاملونو له کبله مسمومې شوي او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندي دي.
د پوهني د وزارت ویاند امان الله ایمان بي بي سي ته وویل چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي خو کره لامل یې نه دی موندلی.












