
خبري اژانسونو د توغندیو د لګېدو او شمېر په اړه متضاد رپوټونه خپاره کړي دي.
په کابل ښار کې یو شمېر توغندي لګېدلي دي. نن سهار (د لړم ۲۳) د افغانستان د پلازمېنې کابل په ځینو برخو کې یو شمېر توغندي لګېدلي، چې د چارواکو په وینا له امله یې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي.
خبري اژانسونو د توغندیو د لګېدو دځاي او شمېر په اړه متضاد رپوټونه خپاره کړي دي. رویټرز خبري اژانس په خپل رپوټ کې د کابل امنیه قومندان، ایوب سالنګي له قوله ویلي چې توغول شوي توغندي درې دي.
په رپوټ کې زیاته شوې، چې یو توغندی د افغانستان څارګرې ادارې ته نږدې لګېدلی، یو بل د یوه خصوصي ټیلویزیون ودانۍ ته څېرمه او دریم هغه د کابل هوايي ډګر ته غځیدلي واټ ته څېرمه لګېدلی دی.
د جنرال سالنګي په خبره دغه توغندي د کابل ښار له ختېځې څنډې د ښار لور ته توغول شوي دي. د افغانستان دولتي خبري اژانس (باختر) د ۱۰۱ زون د جنايي تحقیقاتو د رییس جنرال محمد ظاهر له قوله ویلي، چې درې توغندي د کابل ښار په مختلفو برخو کې لګېدلي، چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د دغه امنیتي مقام په وینا دغه توغندي د ده سبز له سیمې د ښار لور ته توغول شوي دي. د نوموړي په خبره پولیس دغه ځای ته ورسېدل او د نورو توغندیو د توغیدو مخه یې ونیوله.
یو شمېر نور خبري اژانسونو بیا د وسله والو طالبانو د ویاند له قوله وايي، چې دغه توغندي دوی توغولي او هدف یې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ او د کابل نړیوال هوايي ډګر وو. د افغان حکومت وسله والو مخالفینو له دې مخکې هم پر کابل ښار توغندويي بریدونه کړي دي.












