
د برید پړه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب منلې ده.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې هوایي ډګر ته غځېدلې لار یو ځانمرګی برید شوی چې د بهرنیانو په ګډون یې ۱۳کسان وژلي دي.
د کابل د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر جنرال ظاهر بي بي سي ته وويل: "ځانمرګی بريد کوونکی په کرولا موټر کې سپور و، چې د شرکت کارکوونکو لېږدوونکی موټر يې په نښه کړی".
د کابل امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې ''برید ډېره مرګ ژوبله اړولې ده''.
خو د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قومندانۍ ویلي چې په وژل شویو کې درې ولسي افغانان دي، او دوه امنیتي سرتېري په کې ټپیان شوي دي.
د پېښې په ځای کې خبريلانو ويلي شپږ مړي يې شمېرلي، په نورو راپورونو کې ويل شوي، په چاودنه کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي دي.
په پېښه کې وژل شوي کسان د ایر کرافټ چارټر سلوشن (ACS) نومي بهرني شرکت کارکونکي دي، چې د نړیوالو الوتنو د تنظیم چارې پر مخ بیايي.
د فرانسې خبري اژانس ويلي په واړه بس کې بهرنيان او سيمه ييز قراردادي کار کوونکي سپاره وو.
يو په کې افغان ژباړن او ۹ تنه بهرنيان وو چې د یاد نړيوال شرکت لپاره يې کار کاوه.
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب ويلي بريد دوی کړی دی.
د زبیر صدیقي په نامه دغه ګوند ته یوه منسوب شوي ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ''یوې ښځې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي اسلام ته د سپکوونکي فلم په غبرګون کې پر بهرنیانو وچوول''.
خو د هارون زرغون په نامه د اسلامي ګوند یوه بل ویاند بي بي سي ته ویلي، چې دغه برید د فاطمې په نامه یوې نجلۍ کړی، چې د ادعا له مخې یې ۱۶ استخباراتي کسان وژلي دي.
حزب اسلامي ویلي چې د برید هدف یې د ''سي ای اې'' کارکوونکي و.
لومړی برید
د ښځینه له خوا دا په افغانستان کې د خپل ډول څلورم ځانمرګی برید دی، خو د حزب اسلامي حکومت مخالفې ډلې له خوا دا لومړی ځانمرګی برید دی.
د افغان حکومت په مخالفینو کې اسلامي حزب مخکې څو ځلې د خبرو لپاره کابل ته پلاوي استولي دي، چې تر نورو مخالفانو یې د خبرو دریځ یوڅه نرم وو.
خو داسې ښکاري چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نېټې په رانژدې کېدا سره دغې حکومت مخالفې ډلې هم بریدونو ډېرولو ته ملا وتړله.












