
ښاغلی ناصري وایي د دوی پلټڼې ښيي چې دغه ۸ کسه لومړی مسموم او بیا په ډزو وژل شوي دي.
د افغانستان په سویلي ولايت زابل کې وسله والو طالبانو شپږ محلي پوليس او د هغوی د کورنۍ دوه غړي تر مسمومېدو وروسته وژلي دي.
د زابل د والي وياند شريف الله ناصري وايي دغه پیښه د شاه جوی ولسوالۍ د چينو سیمې د جمال خيلو په کلي کې رامنځته شوې ده.
ښاغلی ناصري وایي د دوی پلټڼې ښيي چې دغه ۸ کسه لومړی مسموم او بیا په ډزو وژل شوي دي.
که څه هم د والي وياند ونه ویل چې په دغه برید کې څو محلې پولیس ښکیل دي، خو زیاته یی کړه چې وسله والو د وژل شويوو پولیسو وسلې هم له ځانه سره وړي.
مخکې د زابل امنیه قومندان ویلي وو چې تیره شپه په شاجوی ولسوالۍ کې د وسلوالو په یوه برید کې یو ولسي وګړی او پنځه سیمه يیز پولیس وژل شوي دي.
امنيه قومندان دا خبره ونه منله چې دا برید دې د سيمه ييزو پولیسو د کوم ملګرې له خوا تر سره شوی وي.
وسله والو طالبانو د دغه بريد پړه منلې او ويلي يې دي چې دا بريد د دوی يوه ارتباطي پوليس کړی دی.
تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د پوليسو د مسمومېدو او د هغوی د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.












