
پکتیا ولایت له پاکستان سره ګډه پوله لري.
د افغانستان پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې په وسلو سمبالو برید کوونکو د ملي پوځ پر کنډک برید کړی دی.
د پکتیا مرستیال والي عبدالرحمن منګل وايي برید کوونکي اډې ته په ننوتو نه دي بریالي شوي او په پېښه کې د ملي اردو د لسګونو سرتېرو سرسري ټپي کېدو خبره کوي:
''سهار اووه نیمې بجې یو برید وشو، چې د ملي اردو ۴۵ سرتېري په کې ټپیان شوي. څوک په کې نه دي وژل شوي. ټپیان ټول د ملي اردو سرتېري دي، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.''
لومړني راپورونه وايي چې یوه څلورکلنه نجلۍ د چاودنې د دروندوالي له امله زاره چاودې شوې او اته تنه عام وګړي هم ټپیان شوي دي.
د رزمت د روغتون مشر ډاکټر حاجي محمد بي بي سي ته وویل دغه ولسي وګړي د کورونو د ښيښو د ماتېدو له کبله ټپیان شوي.
په سیمه کې د بي بي سي خبریال احسان الله مهجور د پکتیا د ولایتي ویاند روح الله سمون له خولې وايي، چې نن سهار اووه بجې په زرمت کې د بهرنیانو قرارګاه ته څېرمه د ملي پوځ د کنډک پر ختیځ دېوال له چاودېدونکو توکو ډکه هینو جنګول شوې ده.
ښاغلي سمون د ممکنه مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
خو په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي چې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر بم ځانمرګی د افغان او برنیو ځواکونو پر یوې اډې شوی دی.
ایساف ویلي چې شاید په برید کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.
فرانس پریس خبري اژانس ته د ایساف یوه ویاند ويلي چې ''د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو پر اډې نن ګهیځ وسله والو د موټربم په مټ ځانمرګی برید وکړ.''
که څه هم ځايي چارواکو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو ادعا کړې ده، چې د اډې مخې ته ټول موانع یې له منځه وړي او ټول ساتونکي یې وژلي دي.
"طالبانو دا ادعا هم کړې ده، چې سیمې ته یې د ډله ییز برید لپاره نور برید کوونکي استولي دي."
د ذبیح الله مجاهد په نامه ددغې ډلې یوه ویاند رسنیو ته په لېږل شوې ویناپاڼه ادعا کړې، چې د زرمت په ګډه امریکايي او افغان پوځي اډه برید کې یې ملګرو برید کړی او اډې ته ننوتي دي.
خو سیمې ته ورغلي خبریالان وايي چې هلته د ډله ییز برید هېڅ څرک نه لګېږي.
طالبان ادعا کوي، چې د اډې په دروازو کې ټول موانع له منځه تللي او په چاودېدونکو توکو سمبالو وسله والو پر بهرنیو او افغان ځواکونو مخامخ بریدونه پیل کړي دي.
طالبانو دا ادعا هم کړې ده، چې سیمې ته یې د ډله ییز برید لپاره نور برید کوونکي استولي دي.
پکتیا یو نا امنه غرنی ولایت دی، چې ډېری وخت ترې د نا امنیو خبرونه راځي.
دغه ولایت له پاکستان سره ګډه پوله لري.












