
ښاغلي کرزي په میمنې ښار کې د خبرو پر مهال وویل په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره به مرسته وکړي او هغوی ته به د زده کړو زمینه برابره کړي.
افغان ولسمشر حامد کرزي شمالي ولایت فاریاب ته په خپل سفر کې په میمنې ښار کې د تېرې جمعې ورځې (اکتوبر/۲۶ مې) په ځانمرګې برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو او خپلوانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
ښاغلي کرزي په میمنې ښار کې د خبرو پر مهال وویل په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره به مرسته وکړي او هغوی ته به د زده کړو زمینه برابره کړي.
ولسمشر حامد کرزی د یکشنبې په ورځ (اکتوبر/۲۷ مې) په یوه ناڅاپي سفر شمالي ولایت فاریاب ته ولاړ چې د تېرې جمعې ورځې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړي.
ښاغلي کرزي چې په میمنې ښار کې د فاریاب له مشرانو او د قربانیانو له کورنیو سره خبرې کولې وویل د وژل شویو کسانو کورنیو ته یې یوه اندازه مرستې وروړي خو د مرستو د بڼې او اندازې په اړه یې څه و نه ویل.
ولسمشر کرزي دغه راز وویل، دولت چمتو دی چې په پېښه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو ورځني لګښتونه ورکړي اود زده کړې زمینه هم ورته برابره کړي.
"موږ دواړه برخو کې درسره مرسته کوو، تاسې ته یو مړۍ ډوډی پیدا کول د دولت دنده ده، خو د درس ویل بیا ستا دنده ده، له دې بېغمه اوسه له دې بیغمه اوسه".
افغان ولسمشر دغه راز وویل په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره به د فاریاب ولایت مرستې وکړي او ټولې اړتیاوې به یې ور پوره کړي.
خو سیمه ییز خبریالان وايي د ښاغلي کرزي خبرې جدي او خلکو ته د منلو وړ نه وې او دغه راز د شته مشرانو له غبرګون سره مخ شوې.
"که تاسې واقعا خدمت کړی وي او کوی یې، نو بیا ولې زموږ د دین او دولت دښمنان چې د دولت له خوا نیول کېږي بېرته خوشي کېږي؟ او بیا بېرته راځي او په فاریاب ولایت کې ځانمرګي بریدونه ترسره کوي؟ دا سمه ده چې د هغوی د خوشې کولو لپاره د فاریاب ځینې مشران تاسې ته درغلي و، خو تاسې باید د دغو بې دفاع او مظلومو خلکو په اړه فکر وکړئ چې یوې مړۍ ډوډی ته احتیاج دي".
د جمعې په ورځ په میمنې ښار کې د اختر تر لمانځه وروسته د عیدګاه جومات په مخه کې ځانمرګی برید وشو چې په پایله کې یې شاوخوا ۴۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
تر اوسه کومې ډلې د هغه برید پړه په غاړه نه ده اخیستې.












