
آیساف وايي د افغان ځواکونو تر لاس لاندې سيمو کې امنيت په ښه کېدو دی او د تاوتريخوالي لويه کچه په هغو سيمو کې ده چې د دوی له مستقيم واکه بهر دي.
په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو تاييد کړې په هغو سيمو کې چې له ناټو ځواکونو افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل شوي تاوتريخوالی خورا کم شوی دی.
د نړيوالو ځواکونو يوه وياند په کابل کې خبريالانو ته وويل د وسله والو اتيا سلنه بريدونه پر شل سلنه هغو سيمو ورټول دي چې افغان ځواکونه مستقيم کنټرول پرې نه لري.
جنرال ګونتر کتس وايي د هغې نظر سنجي له مخې چې د سپټمبر په مياشت کې شوې له نوي سلنې زياتو افغانانو د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې سيمو کې له امنيت نه رضايت ښوولی:
''د دښمن اتيا سلنه فعاليتونه د دغه هېواد په شل سلنه خاوره کې متمرکز دي. نو دې ته په کتو يوه لويه سيمه لرو چې امنيت په کې ده او يوه وړه سيمه لرو چې هلته زيات تاوتريخوالی کېږي. هغه سيمې چې نښتې په کې کېږي هغه د هلمند نهر السراج او د افغانستان ختيځې او سويلي سيمې دي.''
جنرال کتس زياته کړه په وروستيو دريو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د وسله والو په بريدونو کې پنځه سلنه کموالی راغلی او په پلازمېنه کابل کې دغه سلنه آن ۲۴ ده.
ملکي تلفات
د آيساف د وياند په خبره د کال په لومړيو نهو مياشتو کې له ۶۰ سلنې زيات ملکي تلفات د هغو ماينونو له امله رامنځ ملکي ته شوي چې د ملګرو ملتو د سياسي دفتر يوناما او ايساف په وينا د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ضد کارول کېږي.
خو په پوځي چارو پوه کسان په دې باور دي چې د طالبانو د فعاليتونو لمن پراخه شوې او شتون يې د هېواد په ډېرو برخو کې محسوس دی.
عتيق الله امرخيل په دې اند دی چې نړېوال ځواکونه له افغانستان نه د خپلو سرتېرو د وتو د توجيه کېدو لپاره غوره بولي چې د افغانستان د امنيت او د افغان ځواکونو د وړتياوو په اړه ښه تصوير وړاندې کړي.
خو نړېوال پوځي چارواکي په دې باور دي چې د افغان ځواکونو وړتيا د ښه کېدو په درشل کې ده او د ۲۰۱۴ کال تر پايه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې خپل جګړه ييز ماموريت پای ته رسوي د دوی وړتيا به نوره هم لوړه شي.












