په افغانستان کې مېشتو نړېوالو ځواکونو د دريو ولسي افغانانو پر وژنې خواشيني څرگنده کړې چې د رپوټونو له مخې ماشومان وو. دغه وگړي د افغانستان په سويل کې د مخالفو وسله والو پر ضد د عملياتو پر مهال وژل شوي.
آيساف په خپله وينا پاڼه کې وايي د دغې پېښې پړه په بشپړه توگه مني چې تېره يکشنبه په هلمند کې پيښه شوه.
د پيښې پر مهال افغان چارواکو ويلي وو چې د شکمنو طالبانو پرضد چې غوښتل يې د سړک غاړې چاوديدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي په عملياتو کې درې ماشومان وژل شوي وو چې دوه يې هلکان او يوه يې نجلۍ وه.












