
دغه معاهده د روان ۲۰۱۲ کال په لومړیو کې د افغانستان او فرانسې ولسمشرانو لاسلیک کړې وه، او د دواړو هېوادونو پارلمانو تصویب کړې ده.
د افغانستان او فرانسې ترمنځ د همکاریو لاسلیک شوې معاهدې سره له ننه (شنبه، اکتوبر/۲۰ مه) عملي بڼه خپله کړه.
په تېرو ۱۱کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې افغانستان له خپلو نړیوالو همکارانو سره دا ډول معاهده لاسلیکوي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ په دغه لاسلیک شوې معاهده کې ویل شوي، چې فرانسه به له ۲۰۱۴ کال وروسته، کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، له افغانستان سره د پنځو نورو کلونو لپاره خپلې مرستې روانې ساتي.
فرانسه لومړنۍ هېواد دی، چې له افغانستان سره یې د دوستۍ اوهمکارۍ معاهده لاسلیک کړې او سر له نننه یې عملي بڼه خپله کړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول له خپل فرانسوي سیال سره په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دواړو وزیرانو په مشرۍ یې ګډ کمیسیون جوړ کړی او په دغه معاهده کې پر ټولو مواردو د پلې کېدو کار پيل شوی دی.
"هغه نوې معاهده، چې د روان کال په سر کې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ په پاریس کې لاسلیک شوه، سر له نننه نه د پلې کېدو وړی ده. دا تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه نیت، دوه اړخیز درناوي، دوه اړخیزه ګټې او بلاخره دوو ملتونو ترمنځ دوستي په ډاګه کوي. د دې ترڅنګ دغه تړون د افغانستان او فرانسې ترمنځ د همکارۍ او دوستۍ بنسټ لاپسې پياوړی کړ".
ښاغلی رسول وايي، د دغه سند له مخې فرانسه ژمنه ده، له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې کله نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، د پنځو نورو کلونو لپاره خپلې مرستې روانې ساتي.
"دا لومړنۍ معاهده ده، چې موږ لاسلیک کړې ده. موږ د ګډو همکاریو ډېر تړونونه لاسلیک کړي، خو فرانسه لومړنی هېواد دی، چې موږ ورسره معاهده لاسلیک کړې. همغسې چې د فرانسې د بهرنیو چارو ښاغلي وزیر وویل، دغه هېواد له ۲۰۱۴ کال وروسته له هم خپلې مرستې له افغانستان سره روانې ساتي".
دغه معاهده د روان ۲۰۱۲ کال په لومړیو کې د افغانستان او فرانسې ولسمشرانو لاسلیک کړې وه، او د دواړو هېوادونو پارلمانو تصویب کړې ده.
افغانستان په تېرو څو کلونو کې د امریکا په ګډون په له یو شمېر مهمو هېوادونو سره د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو سندونو هم لاسلیک کړي دي.
یو شمېر خلک په دې باور دي، چې له نړیوالو پرمختللو هېوادونو سره د همکاریو د سندونو لاسلیکېدل به، نړیواله ټولنه دې ژمنه وساتي، چې له افغانستان خپلې همکارې د سوله ساتو ځواکونو تر وتلو وروسته هم جاري وساتي.












