د فرانسې حکومت د ترهګرۍ پر ضد د یوه نوي قانون وړاندیز کړی چې له مخې به یې چارواکي کولای شي هغه کسان محاکمه کړي چې په بهر کې یې د سخت دریځو اسلام پالو په رزونیزو کمپونو کې زده کړې وي.
دا ګام شپږ میاشتې وروسته له هغه اخیستل کیږي چې محمد مراح چې د فرانسې تابعیت یې درلود په فرانسې کې اوه کسان ووژل او ادعا یې وکړه چې په پاکستان او افغانستان کې یې د القاعدې شبکې د رونیزو کمپونو په څیر کمپونو کې زده کړې وې.
د فرانسې استخباراتو هغه له نیژدي پیژانده.
د نوي قانون له مخې چې تمه کیږي د روان کال ترپایه به تصویب شي مشکوک ترهګر به تر ۱۰ کلونو پورې زندانې کیږي.












