
ښاغلي کشاف دغه ډول څرګندونې د استخباراتي کړیو کار وباله.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان هغو څرګندونو ته غبرګون ښوولی چې په افغانستان کې يې روانه جګړه یې جهاد بللې ده.
د علمانو شورا د ده څرګندونې غیرمسؤولانه بللي او هغه يې غندلي دي.
دوی وايي، په افغانستان د لوړې کچې دیني عالمان شته او څوک دا حق نه لري، د مهمو اسلامي قضایاوو په اړه څرګندونې وکړي.
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا مشر، قیام الدین کشاف له بي بي سي سره په خبرو کې عمران خان وننګاو، چې په افغانستان کې د اسلامي مسایلو په اړه دې څرګندونې نه کوي.
ښاغلي کشاف دغه ډول څرګندونې د استخباراتي کړیو کار وباله:

ښاغلي خان په پاکستان کې رسنیو ته ویلي ، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې روانه جګړه د ازادۍ جګړه ده.
''موږ د خپل دین په چارو ډېر ښه پوهېږو او د عمران خان غوندې خلکو ته ددې حق نه ورکوو چې د اسلام له نظره زموږ پر مسایلو نظر ورکړي، دا د استخباراتي کړیو فعالیتونه دي، چې موږ یې غندو. هغه د کریکټ یو لوبغاړی دی او فکر نه کوم چې خپل لمونځ به یې هم زده وي.''
د عالمانو شورا په خپره شوې وینا پاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دشریعت له مخې په ځانمرګو بریدونو کې د ښځو، ماشومانو او سپین روبو وژنه ناروا کړنه ده.
د افغانستان د عالمانو شورا په اعلامیه کې درانګه راغلي، چې دغه ډول بریدون اوس له افغانستان دباندې هم په غځیدو دي، چې تازه بیلګه یې په سوات کې د ښځو د زده کړو پر فعالې ملالې یوسفزۍ ده.












