
افغانستان تر نايجريا او پاکستان وروسته دريم هېواد دې چې سږکال په کې د پوليو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
دافغانستان د عامي روغتيا وزارت وايي د شتمن بيل گيټس بنسټ ور سره ومنله چې په افغانستان کې به د ماشومانو د گوزڼ د مخنيوي په برخه کې خپل مالي ملاتړ ډېر کړي. ښاغلى گيټس د نړۍ په کچه د پوليو د مخنيوي په برخه کې له پنځوس سلنې ډېر مالي ملاتړ کوي.
افغانستان تر نايجريا او پاکستان وروسته دريم هېواد دې چې سږکال په کې د پوليو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
د افغانستان په کچه ۸۰ سلنه پېښې په سويلي ولايتونو کې موندل شوي، اړوند چارواکي مني چې د نا امنۍ له کبله په يادوشويو سيمو کې پوليو ضد کمپاينونه په سمه توگه نه دى پلي شوي. افغان پلاوى د روغتيا وزيرې ثريا دليل په مشرۍ او د گيټس بنسټ په بلنه عربي متحدو اماراتو ته ليږديدلې و.
د افغانستان د روغتيا وزارت وياند کنشکا ترکستاني بي بي سي ته وويل ښاغلي گيټس ورسره ومنله چې په دغه هيواد کې به د پوليو ضد بهير مالي ملاتړ پياوړى کوي.
په نايجريا کې ددغو پېښو شمير ٩٠ په پاکستان کې ٤٣ او په افغانستان کې ۲۳ دى. روغتيا وزارت څو مياشتې مخکې ويلي وو له نړيوال روغتيايي سازمان سره دې هوکړې ته رسيدلي چې د نا ارامو سويلي ولايتونو لپاره به تلپاتې روغتيايي ډلې جوړوي چې کال ۱۲ مياشتې به د پوليو ضد مبارزه کوي،خو داسې ښکاري چې دا چاره لا هم نه ده پيل شوې.












