
نجات مرکز له شاوخوا ۲۰ کلونو څخه د روږدو افغانانو درمله کوي وايي.
په افغانستان کې د نشه يي توکيو ضد عدلي او قضايي بنسټ په لوبو سره ځوانانو ته د نشه يي توکيو پر وړاندې پوهاوى ورکول غواړي.
په دې لړ کې د جمعې په ورځ (اکتوبر/پنځمه) د څلور ولايتونو ٢٠٠ لوبغاړي سيالۍ پيلوي چې لوبغاړي به د نشه يي توکيو ضد قانون له ځينو پيغامونو هم خبرې شي.
لوبې به د دوو ورځو لپاره روانې پاتې شي.
نجات مرکز چې له شاوخوا ۲۰ کلونو څخه د روږدو افغانانو درمله کوي وايي لوبې د نشې پر وړاندې د گام اخیستلو مانا لري.
د دغه مرکز مشر ډاکټر طارق بي بي سي ته ويلي دوى د خپل کار په اوږدو کې د روږدو او رغېدلو کسانو لوبډلې جوړولې چې اغېز يې د روږديتوب په مخنيوي کې جوت و.
د افغانستان نشه يي توکيو ضد عدلي او قضايي بنسټ له افغان ځوانانو غواړي چې د لوبو په پيلولو سره نشې او روږديتوب ته نه ووايي.
ياد شوى بنسټ د همدغه پوهاوي د خپرولو په موخه پۀ کابل کې د تکواندو دوه ورځنۍ سيالۍ پيلوي چې د څلورو ولايتونو کابل، پروان، لغمان او وردگو ۲۰۰تنه لوبغاړي په بېلو وزنونو کې برخه اخلي.
د نشه يي توکيو ضد عدلي او قضايي بنسټ وياند خالد موحد وايي د دغو سياليو موخه دا ده چې د نشو پر وړاندې ځوانانو ته پوهاوی ورکول شي او د نشه يي توکيو د قانون له يو شمېر پيغامونو او مادو هم خبر کړل شي.
يو شمېر هغه بنسټونه چې د روږديتوب پر وړاندې مبارزه کوي، د نشه يي توکيو ضد عدلي او قضايي بنسټ دغه گام ته د ارزښت په سترگه گوري او وايي چې سليم عقل په سالم په بدن کې وي او بدن بيا هله سالم وي چې نشو نه په ډډه وساتل شي.
نجات مرکز چې له شاوخوا ۲۰ کلونو څخه د روږدو افغانانو درملنه کوي، مشر يې ډاکټر طارق وايي چې دوى هم د خپل کار د اوږدو کلونو په موده کې د روږدو کسانو درملنې او پوهاوې په موخه راز راز لوبې تر سره کړې دي.
د نشه يي توکيو ضد عدلي او قضايي بنسټ وايي د لوبو په پايله کې به غوره لوبغاړو ته جامونه، مډالونه او لوبيز کارن توکي ورکړل شي.
ياد شوي بنسټ تېر کال هم د کابل ښار د نجونو د ښوونځيو د واليبال سيالۍ تر سره کړې وې چې اتو لوبډلو په کې برخه اخیستې وه.
د دغو لوبو موخه هم د اوه چې ځوانان د روغتيا له گټو او د نشه يي توکيو له ناوړه زيانونو خبر کړل شي.
اټکل کيږي چې اوس مهال په افغانستان شاوخوا يو ميلیون وگړي په بېلا بېلو نشو روږدي دي شته حکومتي او ناحومتي روغتيايي بنسټونه ورته بسنه نه کوي.
نجات مرکز وايي ډېرى افغان ځوانان په گاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان کې په نشو روږدي شوي دي.












