هرات د نعمتونو د شکرانې ادا کولو جشن جوړ کړ

د خپريدو وخت: 13:11 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391
دا جشن د کلتوري اړخ ترڅنګ، کروندګرو ته دا امکان ورکوي چې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

دا جشن د کلتوري اړخ ترڅنګ، کروندګرو ته دا امکان ورکوي چې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

اوسمهال په سیمه کې د دغه لرغوني جشن جوړېدل یوازې کلتوري اړخ نه لري، بلکې ترڅنګ یې اقتصادي موخې هم په کې نغښتې دي.

دلته د هرات د ۱۵ ولسوالیو کروندګر او تولیدوونکي راټول شوي او په شاوخوا سلو څانګو کې یې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

وچې او تازه مېوې، زعفران، وریښمینې جامې او ډېر نور توکي.

کروندګر تمه لري چې په دې توګه یوې مهمې موخې ته چې هغه د بازار موندل دي، ورسېږي.

جمعه ګل د شینډنډ ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې په دې نندارتون کیې یې برخه اخيستې، وایي:''دا نندارتون نه یوازې د افغانستان په لویدیځ بلکې د ټول افغانستان په کچه ډیر مهم رول لري. کروندګر هڅول کیږي. د کورندګرو محصولاتو ته بازار موندل کیږي. خلک به د خپل هیواد د تولیداتو په هکله مالومات ترلاسه کړي.''

د هرات والي ډاکتر داود شاه صبا وویل په سیمه کې د کرنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی خو په وینا یې اصلي موخو ته د رسېدو لپاره ډېر نور ګامونه باید اوچت شي:

''زموږ صنایع تراوسه تیت او پرک دي دا د پلازمینې په تګلارو پورې اړه لري چې څرنګه د خوراکي توکو د پروسس صنایع وهڅوي سږ کال دوبی موږ ډیر ولیدل چې په دسترخوان مو څومره بهرنۍ مېوې او سابه اېښودل شوي وو په داسې حال کې چې زموږ کروندګر هرڅه تولیدلوی شي.''

د افغانستان د کرنې وزیر محمد اصف رحیمی د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې وویل چې په افغانستان کې د کرنې د انکشافي بانک د جوړولو کار پیل شوی او د پورونه د ورکولو طرزالعملونه د جوړیدو په حال کې دي.

د افغانستان د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې وویل چې افغانستان د کرهنې په ډګر کې د پام وړ پرمختګ کړی، خو په وینا یې د نورو هیوادو سره د سیالي لپاره باید ډېر نور ګامونه هم اوچت شي.

ده زیاته کړه د بهرنیو هیوادو سره د سیالۍ لپاره په کار ده چې پرمختللي معیارونه له پامه ونه غورځول شي:

''د مارکیت موندل یو ځنځير دی چې د کروندګرو د پیاوړي کولو له چارې پيلېږي – د پروسس مراکز په پام کې نیول کیږي – د یوه معتبر تصدیق ورکول د مارکیټ یوه برخه ده – په ښه توګه پرسس د مارکیټ یوه برخه ده – له بهره چې شیان واردیږي ولې یې خلک رانیسي؟ ځکه یې اخلي چې په ښه اوښایسته ظرف به لري – صحي معیارونه به په کې مراعات شوي وي – موږ باید په دې ډګرونو کی د بهرنیو بازارنو سره سیالي پيل کړو.''

افغانستان یو کرنیز هېواد دی، سره له دې چې په افغانستان کې تولید شوې وچې او تازه مېوې له ښه کیفیته برخمنې دي خو کروندګرو ته ځکه چندان ګټه نه ورپه برخه کېږي چې دا تولیدي مېوې او نور کرنیز توکي بهر ته په زیاته کچه نه صادرېري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>