
له تېرو څو ورځو راهیسې د کابل ښار په ځینو واټونو کې د ډاکټر نجیب الله یو شمېر انځورونه او ویناوې تر سترګو کیږي.
نن په کابل کې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله شپاړسم تلین ونمانځل شو. په هغه غونډه کې چې په دې اړه جوړه شوې وه، د وطن ګوند پر لسګونو پخوانیو غړو سربېره یو شمېر ځوانانو هم ګډون کړی وو.
د ډاکټر نجیب الله پلویان وايي، دوی به خپل ګوند په پښو دروي او د ډاکټر نجیب الله کورنۍ به یې مشري پر غاړه اخلي.
"ډاکټر نجیب الله په افغانستان کې ملي جوړجاړی غوښته"
روښان احمدزی
دغه غونډه د کابل نندارې په تالار کې جوړه شوې وه. د غونډې ویناوالو د خپلو ویناوو په ترڅ کې ډاکټر نجیب الله په افغانستان کې د سولې غوښتونکی وباله او د دوی په خبره نوموړي هڅه کوله چې د افغانانو تر منځ ملي پخلاینه وکړي.
د ډاکټر نجیب الله کشر ورور روښان احمدزي دغې نمانځغونډې ته په خپل رالېږلي پیغام کې لیکلي و، چې ډاکټر نجیب الله په هماغه وخت کې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې او د روانې شخړې د اوږدېدو وړاندویېنه کړې وه.
د نوموړي په خبره ډاکټر نجیب الله په افغانستان کې ملي جوړجاړی غوښته.
د غونډې یوه بل ګډونوال جنرال عبدالواحد طاقت وویل، چې دوی غواړي د وطن ګوند بېرته په پښو ودروي او په خبره یې د دې کار لپاره به د ډاکټر نجیب الله مېرمن یا لور د ګوند مشري پر غاړه واخلي.
له تېرو څو ورځو راهیسې د کابل ښار په ځینو واټونو کې د ډاکټر نجیب الله یو شمېر انځورونه او ویناوې تر سترګو کیږي.
ډاکټر نجیب الله له ۱۹۸۶ څخه تر ۱۹۹۲ پورې د افغانستان ولسمشر و. نوموړی ۱۶ کاله وړاندې د طالبانو لخوا کابل ته له ننوتو سره سم ووژل شو.












