
په همدې اړه د دوشنبې په ورځ په کابل کې لاریون وشو او د قانون منګولو ته د دغې پېښې د عاملینو د سپارلو غوښتنه یې وکړه.
په غزني کې ولایتي چارواکي وايي د څلورو ملایانو په ګډون یې ۱۴ تنه د هغو ادعاوو د سپیناوي لپاره نیولې چې ګواکې د دوی په امر یوه نجلۍ په درو وهل شوې ده.
د غزني د جاغوري ولسوالۍ د یوې اوسېدونکې مور او پلار ادعا کړې چې د دې ولسوالۍ ملایانو د دوی لور د ناروا جنسي اړیکو په تور په درو وهلې ده.
ویل کېږي د دغو ملایانو د پرېکړې له مخې له دغې نجلۍ سره د ناروا جنسي اړیکو د لرلو له امله اتیا زره افغانۍ جریمه شوی دی.
د غزني ولایت د جاغوري ولسوال ظفر شریف بي بي سي ته وویل د دې ولسوالۍ د یوې اوسېدونکې د مور او پلار د ادعا له مخې چۍ ګواکې د سیمې د ملایانو او مشرانو د پریکړې پر بنسټ د دوی پنځلس کلنه لور د ناروا جنسي اړیکو په تور په درو وهل شوي، لس تنه قومي مشران او څلور ملایان نیول شوي.
په درو د تورنې نجلۍ د وهلو په اړه په رسنیو کې د راپورنو له خپرېدو وروسته د بشري حقونو فعالینو دغه کار وغانده او هغه یې د اساسي قانون عمل وباله.
په همدې اړه د دوشنبې په ورځ په کابل کې لاریون وشو او د قانون منګولو ته د دغې پېښې د عاملینو د سپارلو غوښتنه یې وکړه.
تادیبي سزا
خو د غزني والي وايي تورنه نجلۍ په دورو نده وهل شوې او یوازې کورنۍ ته یې تادیبي سزا ورکړل شوې ده.
ولسي جرګې هم د تېرې چارشنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې د جاغوري پېښه وڅېړله او پرېکړه یې وکړه چې د دغې پېښې د څېړلو په موخه جاغوري ولسوالۍ ته پلاوی واستوي.












