
که څه هم د افغانستان په لوېديځ کې هرات ولایت د نورو ولایتونو په پرتله ډېر نارامه نه و، خو ځینې وخت ترې د چاودنو او ناامنیو خبرونه ورکول کېږي.
د افغانستان لوېديځ ولایت هرات کې په یوه قومي غونډه ځانمرګي برید د یوه قومي مشر په ګډون پنځه ولسي وګړي وژلي دي.
برید د کشک کهنه بازار په یوه دوکان کې شوی دی.
د هراتد پولیسو یوه قومندان عبدالحمید حمیدي وايي، برید په کشک کهنه ولسوالۍ کې شوی.
ښاغلی حمیدي زیاتوي، چې په پېښه کې ټول وژل شوي ولسي افغانان دي:
''یو ځانوژونکی د کشک کهنه بازار په یوه دوکان کې ځان وچاوه، پنځه کسان یې ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل. ټول وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي.''
ددغه امنیتي چارواکي په وینا، په وژل شوو کې یو سیمه ییز نفوذ لرونکی قومي مشر هم دی، چې په سیمه کې یې د امنیت په راوستلو کې هلې ځلې کولې.
تر اوسه ددې چاودنې پړه چا نه ده منلې.
که څه هم د افغانستان په لوېديځ کې هرات ولایت د نورو ولایتونو په پرتله ډېر نارامه نه و، خو ځینې وخت ترې د چاودنو او ناامنیو خبرونه ورکول کېږي.
د تېر اسد/زمري پر ۲۵مه هم د هرات په ښار کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه اوولس ولسي وګړي او یو پولیس ټپیان کړل.












