
ولسمشر کرزي دغه راز د سوریې له خلکو غوښتي چې خپل کړکیچ د خبرو له لارې حل کړي.
افغان ولسمشر وايي له یو شمېر هېوادونو سره د ستراتیژیکو تړونونو لاسلیکول د ناپېیلو هېوادنو سره د دې هېواد ژمنتیا نه شي زیانمنولی.
ښاغلي کرزي د ناپېیلو هېوادونو په غونډې کې ویلي ترهګري لا هم د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې یو جدي خنډ دی او د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره د سیمې او نړیوالې ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.
افغان ولسمشر حامد کرزی د ناپېیلو هېوادونو له غونډې چې په ایران کې جوړه شوې وه بېرته خپل هېواد ته ستون شوی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له لارې ویلي ولسمشر کرزي نړیوالو ته ډاډ ورکړ، له یو شمېر هېوادونو سره د افغانستان ستراتیژیک تړونونه به په هیڅ ډول د دوی پرسیمه ییزو ژمنو او موافقو منفي اغېز ونه کړي.
ظاهرأ د ښاغلي کرزي دغه څرګندونې او ټینګار د تهران هغو اندېښنو ته ځواب دی چې افغانستان له ځینو له لوېدیځو هېوادونو له هغې ډلې له امریکا سره ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي دي.
ولسمشر کرزي وویل د سیمې امنیت او ثبات او ترهګرۍ له منځه وړل د اړوندو هېوادونو په ریښتینې همکارۍ پورې تړلي دي.
هغه وايي له مخالفینو سره د سولې خبرو ته پر خپلې ژمنې ولاړ دي.
له هغو کسانو سره به سوله وکړي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني.
د رپوټونو له مخې ولسمشر کرزي د غونډې په څنډو کې له یو شمېر مشرانو له هغې ډلې د هند له لومړي وزیر منموهن سنګه سره هم کتلي دي.
ولسمشر کرزي دغه راز د سوریې له خلکو غوښتي چې خپل کړکیچ د خبرو له لارې حل کړي.
ولسمشر کرزی وايي هېواد یې په بېلا بېلو بشري او ټولنیزو چارو کې د ناپېیلو هېوادونو سازمان د کار کړنو ملاتړ کوي.
د ناپېیلو هېوادونو غورځنګ په ۱۹۶۱ کال کې د یو شمېر هېوادونو د مشرانو په ګډون په پخوانۍ یوګوسلاویا کې جوړ شو، چې اوس ۱۲۰ غړي لري او ۱۷ هېوادونه او یو شمېر سازمانونه یې د ناظر یا څارونکي غړیتوب هم لري.












