
په دا وروستیو کې د افغان سرتېرو له خوا په ناټو سرتېرو بریدونه ډېر شوي دي
یوه کس چې د افغان پوځ یونېفورم يې په تن و د افغانستان په سوېل کې درې ناټو سرتېري په ډزو وژلي دي. د امريکا يوه پوځي چارواکي ويلي دغه برید کوونکی د افغان پوځ غړی و. په دې وروستیو کې دغه ډول پېښو زور اخیستی او د تېر کال په پرتله سږ کال تر ۴۰ ډېر ناټو سرتېري د افغان هغو له خوا وژل شوي دي. تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر بارک اوباما ويلي و چې دې بریدونو ژور اندېښمن کړی دی.












