
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ماشینونه د هوايي ډګرونو سربېره د هېواد په سرحدي بندرونو کې هم لګول شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغو ماشینونو په نصبولو سره پولیس توانېدلي، چې د جعلي اسنادو د کارونې کچه ټيټه کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نجیب نېکزاد وايي، په تېرو شپږ مياشتو کې د دغو ماشینونو پر مټ د جعل کارانو ترڅنګ لسګونه جعلي اسناد او پاسپورتونه کشف او نیولي دي.
ښاغلي نجيب زياته کړه د شپږو میاشتو په موده کې د دغو ماشینونو په مرسته څو تنه بهرنیان هم نیول شوي، چې غوښتل يي د افغاني جعلي پاسپورټونو په مرسته له دغه هېواده بهر لاړ شي.
افغان چارواکو د دغه پروګرام د لګښت په اړه معلومات ورنه کړل، خو ويي ویل، چې د دغو ماشینونو نصبېدل، د افغان ملي پولیسو د سمبالولو په موخه د نړیوالې ټولنې د مرستو یوه برخه ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ماشینونه د هوايي ډګرونو سربېره د هېواد په سرحدي بندرونو کې هم لګول شوي دي.












