کابل وروستۍ خصوصي امنيتي کمپنۍ هم منحلوي

د خپريدو وخت: 12:45 گرینویچ - پنجشنبه 23 اگست 2012 - 02 وږی 1391

افغان چارواکي وايي د خصوصي امنيتي کمپنيو تشه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ډکوي.

افغان حکومت وايي راتلونکې اوونۍ د هغو پاتې ۳۷ خصوصي امنیتي کمپنیو د منحل کولو چارې پیلوي چې لا هم په افغانستان کې فعالیت کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د دغو کمپنیو یو شمیر يې د آیساف ځواکونو په اډو او مرکزونو کې فعالیت کوي، چې په خبره يې له آیساف سره په ګډه يې د دغو کمپنیو د لغوه کولو پلان جوړ کړی دی.

دوه کاله وړاندې وروسته له هغه افغان ولسمشر حامد کرزي د خصوصي امنیتي کمپنیو د منحل کولو په اړه فرمان صادر کړ چې په ناامنیو کې د لاس لرلو او د دغو کمپنیو د خپلسریو له امله شکایتونه او اندیښنې را وټوکېدې.

وروسته منحل شوې کمپنۍ د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د عامه ساتنې پولیسو د معینیت په چوکاټ کې تنظیم شوې او تراوسه ۵۸ امنیتي خصوصي کمپنۍ منحل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې د پولیسو مرستیال وزیر برید جنرال مجتبی پتنګ د آیساف له ویاند سره په یوه ګډه غونډه کې وویل په پام کې ده پاتې ۳۷ امنیتي خصوصي کمپنۍ په نږدې راتلونکې کې منحل شي:

"دا یوه پروسه ده چې مونږ پیل کړې ده او د وخت په تیریدو سره پای ته رسیږي. اوس مونږ د عامه ساتنې د پولیسو د وړتیا پر لوړلو کار کوو. مونږ د روزنې، وسایلو، وسلو او ودانیو په برخو کې د دغه ځواک وړتیا لوړه وو. مونږ خپل پلان جوړ کړی دی."

د افغان سرتیرو د روزنې د چارو مرستیال امریکایي جنرال سیدرک وینز په دغه غونډه کې د خبرو پرمهال د عامه ساتنې د ځواک لاسته راوړنې د پام وړ وبللې:

"په پام کې وه چې د عامه ساتنې د ځواک شمیر د ۲۹ زرو او ۳۰ زرو ترمنځ وي، خو تر اوسه ۱۱ زره ساتونکي په بشپړ ډول روزل شوي. په تیرو پنځو میاشتو کې د عامه ساتنې د ځواک له شاوخوا ۱۶۰ مؤسسو سره قرار دادونه لاسلیک کړي او د ۱۶۲ پروژو د امنیت مسؤولیت په غاړه لري."

دی وايي په تیرو څو میاشت کې ډیر پرمختګ شوی، د کاروانونو د امنیت د ساتنې په برخه کې هم ګامونه پورته شوي او په میدان وردګو ولایت کې عملا د کاروانونو امنیت د عامه ساتونکو ځواک له خوا نیول شوی دی.

د افغان حکومت له خوا د امنیتي کمپنیو له منځه وړل د ملی حاکمیت پر لور ګام بلل شوی او په پام کې ده چې ټولې کورنۍ او بهرنۍ امنیتي خصوصي کمپنۍ منحل شي.

افغان چاراکو اندیښنه ښودلې وه که چېرې خصوصي امنیتي کمپنۍ منحل نه شي نو د افغانستان امنیت ته به یو لوی ګواښ رامنځته کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>