
دغه نښته له هغه وروسته رامنځته کېږی چې ولسي جرګې دوه وزيران بې صلاحيته کړل.
افغان چارواکي وايي د افغانستان سرحدي ځواکونو تېره شپه ( سه شنبه، اګست ۱۴) له پاکستاني ځواکونو سره نښته کړې ده.
د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي وايي دغه نښته سهار وختي درې بجې پيل او کابو درې ساعته يې دوام وکړ.
تر اوسه د دغې نښتې د پيلېدو کره لامل نه دی معلوم.
خو افغان چارواکي وايي پاکستاني ځواکونو په سرحدي سيمه دانګام کې د افغان سرحدي ځواکونو په يوه کاروان ډزې کړي او افغان ځواکونو يې ځواب ورکړی دی.
دانګام د افغانستان د کونړ ولايت پورې تړلې ولسوالي ده چې له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري.
په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي د دانګام ولسوالي په تېرو شپږ مياشتو کې په پر له پسې ډول د توغندويي بريدونو شاهده ده، چې ويل کېږي د پاکستان له خاورې توغول کېږي.
يوه افغان چارواکي بي بي سي ته وويل د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ نښته کې يو افغان سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.
خو يوې بلې سرچينې وويل دغه سرتېري د جګړې له امله نه، بلکې هغه مهال چې جګړې ته روان وو، د موټر د ټکر کېدو له امله وژل شوي او ټپيان شوي دي.












