د ملګرو ملتونو استازی: طالبان دې بشري حقونو برخه کې کړې ژمنې عملي کړي

د عکس سرچینه، MOF
د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي او مفتش افغانستان کې له طالب واکمنو غوښتي چې د بشري حقونو خوندیتابه، د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
فریدون سینیرلي اوغلو چې افغانستان ته په سفر تللی د طالبانو حکومت د بهرنیو او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو سره کتنه کې یې دا غوښتنې کړې دي.
د ملګرو متلونو دغه چارواکی یوازې څو ورځې وروسته له هغې افغانستان ته سفر کوي چې د ملګرو متلونو د بشري حقونو شورا او همدارنګه امنیت شورا په افغانستان کې د روان بشري وضعیت او نورو مسایلو په تړاو مهمې نړیوالې غونډې وکړې.
هغه غونډې چې په کې وړاندې شوي رپوټونو د طالبانو حکومت له جدي غبرګون سره مخ شوي او وایي ملګري ملتونه د دوی په ضد ناسم تبلغات یا پروپاګند کوي.
خو د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش فریدون سینیرلي اوغلو ورته اندېښنې نېغ په نیغه له طالب چارواکو سره شرېکې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې "بهرني راپور ورکوونکي زموږ د هېواد حساسیتونه نه شي درک کولای. "
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر پاڼه لیکلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له هغه غوښتي چې "اوږدې کاري تجربې ته په کتو هیله ده چې افغان حکومت او نړيواله ټولنه سره نژدې کړئ. "

د عکس سرچینه، MOF
د خبر پاڼې له مخې د موضوعاتو د حل لپاره پر خبرو اترو ټينګار شوی او ښاغلي متقي غوښتي چې د افغانستان په هکله خپرېدونکو راپورونو کې دې واقعيتونه منعکس شي.
ښاغلي سینیرلیوغلو ويلي چې دی د لنډ وخت لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د یوه خپلواک ارزونکي په توګه ټاکل شوی، چې په ترڅ کې یې له بېلابېلو غړو هېوادونو سره خبرې کړي او "فکر کوي چې نړیواله ټولنه د طالبانو له حکومت سره د اړیکو ښه کولو ته لېواله ده".
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د طالبانو د اقتصاد او کورنیو چارو له وزیرانو سره هم خبرې کړې دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي چارسمبالي وزیر یې د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ته دا هم ویلي چې دوی په ټکو "پخوانی وژنۍ او ځورونې" پای ته رسېدلې، او همدارنګه یې د ښځو اسلامي حقونه یې خوندي کړي دي.
بل خوا د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي د طالبانو کورنیو چارو وزارت سرپرست سره خبرو کې د افغانستان او نړۍ ترمنځ په همغږۍ ټینګار کړی او دا یې هم ورته ویلي چې نړۍ له افغانستان سره ښه اړیکې غواړي.
خو نوموړي ظاهرا دا اړیکي بیا هم په افغانستان کې د بشري حقونو په خویتابه او همدارنګه د ښځو او نجونو په کار او زده کړو مشروطې کړې او وایي د ملګرو متلونو اندېښنو ته دې پاملرنه وشي.

د عکس سرچینه، MOI
د طالبانو کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني بیا د خپلو لاسته راوړنو یادونه کړې چې کواګي نشه یي توکو سره مبارزه، امنیت ټینګښټ او داعش ډلې ماته یې مهمې یادې کړې دي. چې په وینا یې نړۍ یې باید په مقابل کې ورسره مرسته وکړي.
خو وایې له افغانستان سره د هغه په ټکو د نړۍ پر تعامل د تېر شل کلن اشغال سیوری پروت دی او په یوه ډول د هغې زمانې د سیاست دوام دی، چې مونږ دوی یې ګټور نه بولي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش له نورو طالب چارواکو سره هم کتلي او د رپوټونو له مخې دا لېدنې او ارزونې به یې دوام ولري څو خپلواک رپوټ چمتو کړي او په راتلونکي نومبر میاشت کې یې د ملګرو متلونو امنیت شورا ناستې ته وړاندې کړي.
هغه رپوټ او ارزونه چې له وړاندې مهم او برخلیک ټاکونکې بلل شوې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې د ځینو مهمو هېوادونو له امریکا او بریتانیا استازو افغانستان ته د فریدون سینیرلي اوغلو شسفر مهم بللی او ویلي دي چې د خپلواکې ارزونې د رپوټ په تمه یې دي.











