روسیه: په افغانستان کې دې د امریکا او ناټو "بشر ضد جرمونو" په اړه پلټنې وشي

ارمیکا

د عکس سرچینه، Getty Images

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ناسته کې د روسیې استازي په خپلو سیالانو امریکا او ناټو سختې نیوکې کړې دي.

یاروسوف ییرایمین د بشري حقونو ۵۳ غونډې ته چې د بحث یوه مهمه موضوع یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت ازرونه هم ده، ویلي له ټولو مخکې باید له امریکا او ناټو سره د بشر حقونو د ماتونې په تړاو پوښتنه وشي.

د روسیې استازی وایي په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي ماموریت او په ترڅ کې یې د رامنځته شویو "بشر ضد" جنګي جرمونو په اړه پلټنې باید له پامه ونه غورځول شي.

د روسیې تاس دولتي اژانس د خپل هېواد د استازي د خبرو یوه برخه را اخیستې چې وایي: "نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د امریکا او ناټو د شل کلن پوځي ماموریت په لړ کې د رامنځته شوي جنګي جرمونه له پامه ونه غورځوي."

اوکراین

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه روسي استازی ټینګار کړی چې په دې اړه د کره مالومات را ټول اړین دي چې وروسته باید په له ټولو خلکو سره شریک شي.

روسیه چې دا مهال له امریکا او ناټو سره د اوکرایین جګړې او نورو نړیوالو مسایلو په سر سخته سیالي لري، خپله هم په اوکرایین کې د روانې جګړې له امله پر بشر ضد او جنګي جرمونه تورنه ده.

په روسیې دا تور هم دی چې اوکرایین ته د بشري مرستو په لار کې خنډونه جوړوي چې له امله یې هلته په جګړه کې راګیر خلک له بشري ناورین سره مخ دي.

خو د روسیې استازی بیا دلته امریکا او متحدین یې تورنوي چې له افغانستان سره کېدونکو بشري مرستو ته سیاسي بڼه ورکوي او له ځینو مکلفیتونو سره یې تړي چې د هغه وینا دا کار د منلو نه دی.

ط

د عکس سرچینه، Getty Images

بل خوا روسیه چې وخت نا وخت د افغانستان په روان وضعیت اندېښنه ښيي او هلته په یوه ټولګډونی حکومت ټینګار کوي، وایي د افغانستان اوږد مهاله ټیکاو او پرمختګ د ځان او سیمې په ګټه بولي.

د روسيې استازي د بشري حقونو شورا په دې ناسته کې هم د طالبانو له چارسمبالي حکومت نه غوښتي چې حکومت کې ټولو قومي او سیاسي ډلو ته ځای ورکړي او ورسره په څنګ کې له ترهګرۍ او نشه ای توکو قاچاق په برخو کې جدي هڅې وکړي.