د بريتانيا پاچا چارلز او افغانستان

پاچا چارلز

د عکس سرچینه، Getty Images

د بريتانيا اوسني پاچا چارلز په ۲۰۱۰ کال کې چې هغه مهال شهزاده و افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ. نوموړي له پلازمېنې کابل او سويلي ولايت هلمنده ليدنه وکړه.

چارلز چې کله د بريتانيا پاچا شوی په دې هېواد کې يې افغان کډوالو ته ځانګړې پاملرنه کړې او يو شمېر سره يې ليدلي هم دي.

پاچا چارلز

د عکس سرچینه، Getty Images

شهزاده چارلز او د بريتانيا د هغه مهال د پوځ مشر سر ډېوېډ رېچرډز د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په ۲۸ نېټه افغانستان کې د خدمت مډالونو له ورکړي وروسته د افغانستان د بيرغ په رنګونو د ګلانو ګېډي په غاړه کړې دي.

پاچا چارلز

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۲۰۰۵ کال د جولای په ۱۹ شهزاده چارلز او مېرمن يې کمېلا په لندن کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره وکتل.

پاچا چارلز

د عکس سرچینه، Getty Images

شهزاده چارلز د مارچ پر ۲۵ د هلمند په لښګرګاه کې له سپين ږيرو او قومي مخورو سره.

پاچا چارلز

د عکس سرچینه، Getty Images

شهزاده چارلز د ۲۰۱۰ کال د مارچ پر ۲۵ نېټه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د بريتانوي عکسرو تر څنګ.

پاچا چارلز

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر پر ۱۷ نېټه چارلز د سکاټلنډ په ابرډين کې د افغانستان له يوې کډوالې کورنۍ سره خبرې کوي.

پاچا چارلز

د عکس سرچینه، Getty Images

د بريتانيا پاچا چارلز درېيم د ليټن موزيم څخه د ليدنې پرمهال په افغانستان کې توليد شوي غالۍ او لاسي صنايع ګوري (۲۰۲۳، د فبرورۍ ۹).

پاچا چارلز

د عکس سرچینه، Getty Images

چارلز او کمېلا د بي بي سي پښتو تلويزيون له وړاندې کوونکې ثنا ساپۍ سره د بي بي سي سټوډيو کې (۲۰۲۲ د اپرېل، ۲۸).