اوزبکستان افغانستان ته د اورګاډي تګ راتګ بیا پيل او برېښنا کچه زیاته کړې

اوزبکستان او افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د اورګاډي پټلۍ اداره وایي چې له څو ورځني ځنډ وروسته نن/جمعه د حیرتان - مزارشریف رېل پټلۍ له لارې د اورګاډو تګ راتګ بېرته پیل شوی.

دغې ادارې په خپله ټویټر پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې لېدل کیږي د حیرتان بندر له لارې له اوزبکستان څخه په سوداګریزو توکو بار اورګاډی د افغانستان لوري ته راځي.

یاده اداره وایي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغان د وسپنې پټلۍ ادارې د چارسمالي مشر ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ یو پلاوی ګاونډي هېواد اوزبکستان ته تللی وو.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

ددغه ادارې ویاند سمیع درانی وایي د پلاوي سفر موخه افغان لوري ته د حیرتان- مزارشریف اورګاډي پټلۍ د مسئولیتونو د لېږد بهیر په اړه له اوزبکستاني لوري سره خبرې اترې وې.

د نوموړي وینا د مذاکراتو په لړ کې په ټوله کې په دې هوکړه شوې چې د حیرتان- مزارشریف وسپنې پټلۍ مدېريت به افغان لوري ته سپارل کیږي.

درانی زیاتوي چې په دې اړه د تړون لاسلیک لپاره هم تخنیکي کمېټې جوړې شوې چې د تړون مسوده چمتو کړي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې له دې وروسته به د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ د اورګاډو تګ راتګ په عادي ډول روان وي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د روانې فیبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د اوزبکستان د اوسپنې پټلۍ ملي شرکت اعلان وکړ چې افغانستان ته یې د اورګاډي له لارې د توکو لېږد را لېږد ځنډولی دی.

اوزبکستان ددې ځنډ لامل د افغانستان له لوري د هغه مکلفیتونو نه پوره کول بللي وو چې ددې شبکې د خوندیتابه او ساتنې لپاره ټاکل شوي وو.

د اوزبکستان برېښنا

بل خوا د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی چې له تېرو دریو ورځو را پدېخوا کابل ته د اوزبکستان برېښنا عادي حالت ته را ګرځیدلې.

د کابل برېښنا ریاست وایي چې اوس مهال د کابل اوسیدونکي په ورځ کې ۹ ساعته برېښنا لري.

اوزبکستان د تېر کال په نومبر میاشت کې افغانستان ته د وارداتي برېښنا کچه له ۴۳۰ ميګاواټو څخه ۲۰۰ ميګاواټو ته راټيټ کړې وه.

ازوبکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

ددې کمښت لامل هم دا بلل شوی وو چې اوزبکستان په کور دننه د برېښنا له کمښت سره مخ شوی.

د روان کال په پیل کې بیا د طالبانو د اوبو او انرژۍ چارسمبالي وزیر اوزبکستان ته سفر وکړ او نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل چې اوزبکستان ورسره ژمنه کړې چې له دې وروسته به وارداتي برېښنا پر افغانستان نه کموي.

مولوي عبدالطیف منصور په وینا اوزبک چارواکو سره یې د وارداتي برېښنا قرارداد یو کال نور هم غځولی دی.