د افغانستان بغلان ولایت کې د یوې میاشتې پرمهال ۵۰ ماشومان تنفسي ناروغیو مړه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په بغلان ولایت کې د روغتیا برخې ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د تېرې یوې میاشتې پرمهال نژدې ۵۰ ماشومان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي.
د دوی په وینا، د یخنۍ له زیاتوالي سره مهاله تنفسي ناروغۍ په ماشومان کې زیاتې شوې دي.
د شمال ختیځ بغلان ولایت دولتي روغتون د کوچنیانو برخې متخصص ډاکټر عبدالغفور احمدزي باختر اژانس ته ویلي، دغه ماشومان په تېره یوه میاشت کې له تنفسي ناروغیو مړه شوې دي.
د نوموړي په وینا: "د ورځې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ ماشومان ولایتي روغتون ته راوړل کیږي، چې ډېر یې په تنفسي ناروغۍ اخته وي."
د ښاغلي احمدزي د مالوماتو له مخې په تېره یوه میاشت کې له زرو ډېر ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وو او تنفسي ناروغۍ یې درلودې، دغه روغتون ور وړل شوي.
ډاکټر احمدزی د تنفسي ناروغیو د زیاتوالی او له امله یې د ماشومانو مړینه، سړه هوا، د مناسبو خوړو نشتوالی، بیوزلي او د کورنیو نه پاملرنه یادوي.
د چارواکو په وینا، ولایتي روغتون د ناروغانو ۳۵ چپرګټونه لري، خو د ورځې له ۱۲۰ تر ۱۵۰ ماشومان ورسره بستري کیږي چې دې چارې هلته د روغتیایي خدمتونه له خنډ سره مخ کړي.
روغتیایي چارواکي له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان تاوده وساتي، ډیر مایعات ورکړي او له ناروغېدو سره سم لاسي یې روغتون یا ډاکټر ته ورسوي.
په افغانستان کې سږنی ژمی داسې مهال زیات سوړ شوی چې له وړاندې ډير خلک هلته له اقتصادي ستونزو او بیوزلۍ کړېږي.
د دې سره څنګ، هلته د مرستندویه ادارو د مرستې رسونې چارو ځنډيډل د دې لامل شوې چې یوه برخه ان له دغو مرستو هم بې برخې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، دوی د خلکو د لاس نیوي لپاره هلې ځلې کوي او له مرستندویانو هم غواړي چې له اړو خلکو سره بشري مرستې ونه ځنډوي.
بل خوا بیا د ډيرو نړیوالو ادارو او هېواودونو مرستې د ښځو حقونو په خوندیتابه او بشري حقونو ته په درناوي مشروطې کړې دي.
له بېړنیو پېښو سره د مبارزې لپاره د طالبانو وزارت پرون چارشنبه ویلي و، په افغانستان کې د یخنۍ وروستۍ څپې په دغه هېواد کې نژدې ۷۰ کسان مړه کړي او لسګونه زره څاروي یې هم له منځه وړي دي.
په افغانستان کې د بې وزلو لپاره د خوراکي توکو د کمښت تر څنګ د یخنۍ روانه څپه په یوه بل کړاو بدل شوی دی چې ناروغۍ هم ورسره ډېرې شوې دي.









