افغانستان کې د یخنۍ څپې ۷۰ کسان او لسګونه زره څاروي مړه کړي

واوره

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت له بېړنیو پېښو سره د مبارزې وزارت وایې، ګڼو ولایتونو کې درنې واورې اورېدلې او د یخنۍ کمسارې څپې د خلکو ژوند له کړاو سره مخ کړی دی.

د دې وزارت د عملیاتي مرکز مشر مولوی عبدالله محمدي بي بي سي ته وویل، په مړو شویو کسانو کې ډېری په نشه يي توکو روږدي کسان دي خو ځېنې ماشومان او ښځې هم پکې شاملې دي.

دغه طالب چارواکی یادې شمېرې لومړنۍ ښيي او زیاتوي چې ډيره مړینه په بادغیس، غور، غزني، نیمروز، پکتیکا، هرات، کندهار او فاریات ولایتونو کې شوې.

د هوا پېژندې ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د تودوخي درجه منفي ۳۴ پورې ټېټه شوې چې له امله یې نه یوازې ورځنۍ چارې ټکنۍ شوې، بلکې ناروغۍ هم ډېرې شوې دي.

په همدې حال کې د بېړنیو پېښو سره د مبارزې وزارت وایي د دوی د مالوماتو له مخې په یو شمېر ولایتونو کې د ډيرې سړې هوا او واورې اورېدنې له امله نږدې اویا زره څاروي هم له منځه تللي دي.

واوره

د عکس سرچینه، Getty Images

د دوی په وینا، ځایې ادارو هڅه کړې په ډېرو سیمو کې د درنو واورې اورېدنې له امله تړل شوې لارې بېرته پرانیزي خو په ځینو لرې پرتو ولسوالیو کې لاهم لارې د خلکو په مخ تړلې دي چې د پرانیستلو هڅې یې روانې دي.

طالب چارواکي خبرداری ورکوي، د هوا پيژندنې ادارې د مالوماتو له مخې ښایي په راتلونکو ورځو کې هوا نوره هم سړه شي.

دوی وایې له خلکو سره د بېړنیو بشري مرستو لپاره په چمتووالي بوخت دي.

دغه وزارت وایي، یو شمیر ولایتونو ته به له مخکې پنځلس قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي واستوي.

عام خلک هم وایې چې د افغانستان په ټولو ولایتونو او ان هغو سیمو کې چې پخوا به یې دا مهال هوا دومره نه سړېده، سږ کال د سړې هوا له بې مخینې څپې سره مخ دي.

واوره

د عکس سرچینه، Social media

په افغانستان کې داسې مهال دا څپه راغلې چې له وړاندې د دې هېواد ډېرو خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو متلونو او نورو مرستندویه ادارو هم له وړاندې خبرداری ورکړی چې د ژمي پدې موسم کې به اړ خلک د لوږې او اقتصادي ستونزو ترڅنګ له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ شي.

په افغانستان کې د طالبانو لخوا د مرستندویه ادارو په ښځینه کارکوونکو په کار بندیز یو شمېر دغه ادارې اړې کړې چې خپلې مرستندویه چارې وځنډوي، ځکه دوی په وینا په ډيرو برخو کې له ښځينه کارکوونکو پرته د مرستې رسونې چارې مخکې نه شي وړلی.