د طالبانو دفاع وزیر د امریکا له ځانګړي استازي او اماراتو له لومړي وزیر سره کتلي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، ددفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد د متحدو عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره لیدلي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت پر ټویټر پاڼه د ښاغلي مجاهد او وېسټ د انځورونو خپرولو سره لیکل شوي، چې "په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر مسئلې خبرې وکړې. د ملي دفاع سرپرست وزیر د امریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان امن دی، ټولې سرحدي پولې او فرضي نقطې یې خوندي دي او د افغانستان له خاورې څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته او نه به وي."

په ټویټ کې دا هم راغلي، ملا یعقوب مجاهد امریکايي لوري ته ډاډ ورکړی چې "د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد په ضد نه ده کارول شوې او نه به وکارول شي. په اخير کې د ملي دفاع سرپرست وزير له ټام ويسټ وغوښتل چې نړۍ د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري".

متحدو عربي اماراتو ته د خپل سفر په لړ کې د طالبانو دفاع وزارت سرپرست د متحدو عرب اماراتو له لومړي وزیر او د دبۍ له حاکم شیخ محمد بن راشد آل مکتوم سره هم لیدلي دي.

د دبۍ حاکم پر رسمي وېبپاڼه د دې لیدنې په هکله لیکل شوي، چې نوموړي په زعبیل ماڼۍ کې د طالبانو دفاع وزارت سرپرست هرکلی وکړ او دواړو لوریو د همکاریو په هکله خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې مولوي یعقوب تېره شنبه افغانستان ته د شخصیتونو ستنېدو کمېسیون غړي انس حقاني په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عرب اماراتو ته تللی.

بل لور ښاغلي وېسټ هم تر اوسه د دې لیدنې په هکله څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې په ډیلي کې له یو شمېر هندي چارواکو سره د افغانستان په هکله د غږېدو خبره کړې.

نوموړي تېره شپه په یوه ټویټر پیغام کې د هند ملي امنیت مرستیال سلاکار وکرم مسري او هند بهرنیو چارو وزارت له ځینو نورو چارواکو سره د لیدنې په لړ کې لیکلي: ''خوښ یم چې په افغانستان کې د ګډو ګټو په هکله وغږېدو.''

نوموړی زیاتوي: ''د افغانستان خلکو د یوه دوست په صفت امریکا د زړه له کومي له افغانستان سره د هند سخاوتمندانه مرستو او د افغانانو بشري حقونو لپاره د هند ژمنتیا ستاینه کوي.''

د مولوي محمد یعقوب مجاهد او انس حقاني دا سفر متحده عرب‍ي اماراتو ته د پخواني‌ افغان ولسمشر‍ حامد کرزي له سفر سره هم مهاله شوی، هغه هم د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهېسې په لومړي ځل د تېرې شنبې پر ورځ متحده عربي ‌اماراتو ته ولاړ.