تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو دفاع وزير: ټولو افغانانو ته دې سياست کې برخه ورکړل شي
د طالبانو چارسمبالی دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد چې دا مهال متحده عربي اماراتو په سفر دی، د یکشنبې پر ورځ هلته له مېشتو افغانانو او سوداګرو سره د هېواد په روان وضعیت غږیدلی دی.
نوموړي په یوه وینا کې چې ځينې برخې یې رسنیو ته لېږل شوې د افغانستان په روان سیاست تم شوی او پخپل حکومت کې یې د ټولو افغانانو په ګډون ټينګار کړی.
ده ويلي، "د افغانستان هر وګړی که هغه د هرې ژبې، هر ولایت، هر قوم یا هر لوري وي هم باید په اقتصاد کې، هم په نظامي او هم په سیاست کې برخه ورکړل شي، هر افغان چې په هره برخه کې خدمت کوي په دوی دروازې نه دي تړل شوې او موږ دې ته کار کوو چې دا زمینه لا برابره شي."
په دې ناسته کې د هغه تر څنګ بل طالب چارواکی انس حقاني هم ښکاري چې اوسمهال افغانستان ته د شخصیتونو د ستنیدو کمیسیون غړی دی.
ملا يعقوب مجاهد په دې ناسته کې په خلکو هم غږ وکړ چې د هغو کسانو پر وړاندې ودرېږي چې د ده په وینا د ملي ګټو ضد دي او بهرنۍ اجنډاوې پلې کوي.
د طالبانو د دفاع وزارت چارسمبالي افغانستان کې په ځینو ستونزو هم اعتراف کړی او په وینا یې د هغو ستونزو او مجبوریتونو له کبله چې په هېواد کې شته، چا ته نشي ویلی چې د افغانستان پر پولو د هومره کړاونو سره سره ولې له وطنه وځي.
هغه په سوداګرو غږ وکړ چې د فابریکو، روغتونونو او نورو بنسټونو په جوړولو کې خپل مسولیت ادا کړي او په وینا یې دا چې په دې برخه کې هېواد ته کار نه دی شوی ټول یې مسول دي.
د طالبانو دغه لوړپوړی پلاوی د شنبې په ورځ په یوه رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
د مولوي محمد یعقوب مجاهد او انس حقاني دا سفر متحده عربي اماراتو ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي له سفر سره هم مهاله شوی هغه هم د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهېسې په لومړي ځل د تېرې شنبې پر ورځ متحده عربياماراتو ته ولاړ.
د طالب پلاوي د سفر اجنډا که څه هم له عربي چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې بلل شوي، او د کرزي د سفر د اجنډا په اړه کره ډېر معلومات نشته خو دا سفرونه له دې کبله له اهميته ډک بلل کېږي چې پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني په متحده عربي اماراتو کې مېشت دی او دا چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم دغه هېواد ته په سفر دی.