نړیوال بانک: په افغانستان کې د ژوند شرایط ''اوس هم سخت دي''

نړیوال بانک د یوې تازه سروې پایله کې وايي، په افغانستان کې د ژوند شرایط ''اوس هم سخت دي''

د نړیوال بانک یوه سروې چې پایلې یې نن(نومبر ۲۲مه) خپرې شوې ښيي چې دوه پر درې برخې افغان کورنۍ په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي، چې خواړه هم پکې شامل دي.

د نړیوال بانک له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دغه سروې د روان ۲۰۲۲ کال جون او اګست میاشتو تر منځ موده کې بشپړه شوې او په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ژوند شرايطو ارزونه پکې شوې ده.

د نړیوال بانک په اعلامیه کې د دې اداري دفتر مشره ملینډا ګوډ وايي، ډېری افغان کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، او له همدې کبله باید ''د طالبانو سرپرسته اداره د معيشت، د خوړو او لومړنيو روغتيايي خدمتونو د خونديتوب او دوام په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي.''

د نړیوال بانک په اعلامیه کې دغه راز له طالبانو حکومته غوښتل شوي چې ''خصوصي سکتور ته لار هواره کړي چې خلکو او په ځانګړې توګه هغو ځوانانو ته چې د کار کولو په لټه کې دي کاري فرصتونه رامنځته کړي.''

نړیوال بانک مسوولین خبردرای ورکوي چې ''له دې پرته به د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو هوساينه له جدي خطر سره مخ شي."

د نړیوال بانک دې سروې ته د ځواب ويونکو پنځه شپيته سلنه پر دې باور دي، چې په راتلونکو ۱۲ مياشتو کې به يې د کورنيو اقتصادي وضعيت له دې هم بدتر شي.

د یادې ادارې په خبره دغه سلنه د وړم ۲۰۲۰ زېږديز کال په اوړي کې يوازې ۲۶ سلنه وه او د دې سروې په لومړي پړاو کې بيا ۵۹ سلنه وه، چې د اقتصادي وضعيت په تړاو د بدبينۍ حس زياتوالی ښيي.

تېرو دوو لسیزو موده کې نړیوال بانک د افغانستان بیا رغاونې او پرمختیا برخه کې نژدې پنځه میلیارده ډالره مرستې کړې دي او د کرنې برخه کې د افغانستان تر ټولو سترې پروژې د نړیوال بانک په مرسته ترسره کېدې.

لوېدیځو هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته امریکا او ځینې نورو هېوادونو د افغانستان نژدې ۱۰ میلیارده شتمني کنګل کړه او دغه راز نړیوال بانک او د پیسو نړیوال وجهي صندوق (ای ایم ایف) هم د افغانستان لپاره د پورونو او مرستو حسابونه کنګل کړل.

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په تېره سپتمبر میاشت کې اعلان وکړ چې په دې هېواد د افغانستان له کنګل شویو شاوخوا اوه میلیارد ډالرو درې نیم میلیارد ډالر به یې سویس کې یوه نوي امانتي صندوق ته ولېږدول شي.

د افغانستان د امانتي صندوق څارونکي بورډ غړو د دغه هېواد د کنګل شویو درې نیم میلیارد ډالرو د لګولو د څرنګوال‍ي په اړه پرېکړه کړې ده.

دا پرېکړه ددغه بورډ په لومړنۍ غونډه کې شوې چې پرون (دوشنبه) سویس کې جوړه شوې وه.

ددغه بورډ یوه غړي ویلي، د دوی هدف دا دی چې د افغانستان خلک له دې پیسو ګټه واخلي.