څېړنه: بريتانيا کې المارۍ له نااغوستل شويو جامو ډکې دي

جامې

د عکس سرچینه، THOMAS BARWICK

د عکس تشریح، بریتانیا کې څه باندې یو نیم میلیارده جامې الماریو کې نااغوستل شوې پاتې دي

یوه څېړنه ښيي چې بريتانيا کې په الماریو کې څلورمه برخه جامې د یوه کال موده کې هېڅ نه اغوستل کېږي، که څه هم اوس يې موږ د اوږدې مودې لپاره ساتو.

بريتانيا کې د چاپیریال ساتنې يوې ډلې رپ (WRAP) لخوا یوه سروې اټکل کوي چې د برتانیا د وګړو په الماریو کې یو اعشایه شپږ میلیارده نا اغوستل شوي جامې شته دی.

خو دا وموندل شوه چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د خلکو له خوا د جامو د ساتلو موده ډېره شوې ده

یو جوړه کوبای پتلون اوس په منځنۍ کچه څلور کاله ساتل کېږي، خو په ۲۰۱۳ کې درې کاله ساتل کېدل.

د چاپېريالې ساتنې يادې ډلې یوې متخصصې کیترین سالویج وویل، "موږ خپلې جامې د اوږدې مودې لپاره ساتو، خو موږ په خپلو الماریو کې هم ډېرې جامې لرو، په دې مانا چې موږ یي لږ کاروو او دا زموږ لپاره یو ریښتینی فرصت دی چې هغه جامې وکاروو چې موږ یې لرو."

د ملګرو ملتونو په وینا، د فېشن صنعت په نړۍ کې د شین کوریزو غازونو تر اته سلنې خپرېدو مسؤل دی.

د رپ موندنې د برتانیا له وګړو سره د شپږ زره انلاین مرکو پر اساس شوې دي چې لږترلږه په کال کې یو ځل د ځان لپاره جامې اخلي.

جمپرونه او جاکټونه تر ټولو اوږد څه باندې شپږ کاله عمر لري. په داسې حال کې چې نیکرونه او سینه بندونه څه باندې دوه نیم کاله ساتل کېږي.

ان سره له دې چې زموږ المارۍ له نااغوستل شویو جامو ډکې دي بیا هم د نویو جامو د پېرودلو عادتونه مو نه دې کم شوي.

پنځه څلوېښت سلنه سروې شوي خلک لږترلږه په میاشت کې یو ځل جامې اخلي او په هرو اتو کسانو کې یو یې هره اوونۍ جامې اخلي.

د برتانیا نیمایي اوسېدونکي وايي چې دوی د دوهم لاس جامو په اخیستلو خوښ دي او سروې ښودلې خلک لېواله دي چې دا جامې د نویو هغو پرتله شاوخوا یو نیم کال نور هم ځان سره وساتي.