" پراخې جامې تر مسلمانانو محدودې نه دي"

۲۱ کلنه اشا محمد یوه بلاګره او ماډله ده، نوموړې د ساده موډ د خپرېدو لپاره کار کوي. اشا محمد په خپل انسټاګرام کې تر ۲۷ زرو ډېر مینه وال لري.

د عکس سرچینه، JODIE MARRIOTT-BAKER / ASHA MOHAMUD

د عکس تشریح، ۲۱ کلنه اشا محمد یوه بلاګره او ماډله ده، نوموړې د ساده موډ د خپرېدو لپاره کار کوي. اشا محمد په خپل انسټاګرام کې تر ۲۷ زرو ډېر مینه وال لري.
    • Author, میګن لاټین
    • دنده, د نیوز بیټ راپورټر

نن سبا ډېری مسلمانې نجونې ساده خو په فېشن برابرې جامې خوښوي، خو داسې جامې په یوه عقیده او مذهب پورې نه دي نغښتې بلکې اوس یې موډ په خپرېدو دی.

۲۱ کلنه اشا محمد یوه بلاګره او ماډله ده، نوموړې د ساده موډ د خپرېدو لپاره کار کوي. اشا محمد په خپل انسټاګرام کې تر ۲۷ زرو ډېر مینه وال لري.

نوموړې د بي بي سي' رادیو ۱ نیوز بیټ ته وویل "د ساده جامو موډ اوس د هرې درجې خلک کاروي." او وايي چې "داسې ښکاري چې اوس مېرمنې د سړیو د نظر جلبولو لپاره جامې نه جوړوي بلکې خپل ځان ته د نظر جلبولو لپاره جامې جوړوي."

دې Instagram پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Instagram نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ Instagram پای, 1

د جامو د موډ یوه بلاګره چې جوډي میریټ نومېږي وايي، د خواله رسنیو د تګلارې د بدلېدو له امله خلک اوس دا خوښوي چې پټ اوسي.

نوموړې له نیوزبیټ سره په خبرو کې وویل ''د ارتو جامو په اغوستلو سره دوی ته اوس داسې فکر نه کېږي چې ګنې بوډاګانې دي. په انسټاګرام کې دا موډ د مینه والو زیات خوښ شوی دی.''

یوازې بلاګرانو دا بدلون نه دی محسوس کړی.

سادگی پسند فیشن،

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روان کال په دې هټۍ کې ۱۵۲ سلنه هغه جامې ډېرې پلورل شوې وې چې له زنګنونو ښکته وې.

د 'فیشن پلورنځي' په اړه د جان لویس په یوه خپاره شوي راپور کې راغلي چې اوس پیرودونکي د تنګو جامو په پرتله پراخو ته لومړیتوب ورکوي.

دې Instagram پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له Instagram نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ Instagram پای, 2

روان کال په دې هټۍ کې ۱۵۲ سلنه هغه جامې ډېرې پلورل شوې وې چې له زنګنونو ښکته وې.

زارا، سادگی پسند فیشن

د عکس سرچینه، Zara

د عکس تشریح، له دې مخکې د زارا پلورنځي یوه کمیس چې په خواله رسنیو کې یې غوغا پورته کړې د ډېریو بلاګرانو په وینا دا کمېس د پراخ او اوږدوالي له امله د ساده یوه موډ ښه بېلګه وه.

دا پدیده یوازې د جان لویس پر پلورنځي پورې محدود نه ده، ریټیل پلورنځي هم منلې چې ساده جامې ډېر خوښوونکي لري. مارکس- سپینسر او ایسوس دواړو پلورنځیو کې هم دا ساده جامې ډېرې پلورل کیږي.

له دې مخکې د زارا پلورنځي یوه کمیس چې په خواله رسنیو کې یې غوغا پورته کړې د ډېریو بلاګرانو په وینا دا کمېس د پراخ او اوږدوالي له امله د ساده یوه موډ ښه بېلګه وه.

اشا چې مسلمانه ده دا هم مني چې "ساده موډ د هر چا لپاره بېل دی."

دې Instagram پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له Instagram نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ Instagram پای, 3

''ما لنډه لمنه اغوستې ښايي ډېریو ته د عزت جامه ښکاره نشي، خو ما دا په ځانګړې طریقه اغوستې لاندې مې ترې پراخ پرتوګ اغوستی دی.''

هغه وايي چې "د ساده جامو موډ یوازې تر مسلمانانو محدود نه دی، دا په یوه مذهب پورې هم تړلې نه دی، دا نوی موډ اوس تازه په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي."

هغه وايي چې "د ساده جامو موډ یوازې تر مسلمانانو محدود نه دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هغه وايي چې "د ساده جامو موډ یوازې تر مسلمانانو محدود نه دی

.