افغانستان کې د نجونو ښوونځي؛ يو کال پوره شو چې لېسې تړلې دي

دا دی یو کال شو چې په افغاستان کې د نجونو پر منځنیو ښوونځیو د طالبانو د بندیز له امله، تر ۱۲ کلنو پورته عمر لرونکې ټولګیو ته نه ځي.

له ښوونځیو د افغان نجونو منع کولو، په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي دي.

ملګرو ملتونو دا یوه لویه ضایع او د شرم وړ کلیزه بللې ده. ملګري ملتونو ویلي، د دې کار مخنیوی کېدلی شوای خو ونشو. شازیې حیا په خپل راپور کې دې ته کتنه کړې چې دا یو کال پر افغان نجونو زده کوونکو څومره سخت تېر شوی دی.