افغانستان کې ښوونځي

د خیر ښېګڼې یو برېتانیا میشتی بنسټ وايي په افغانستان کې د طالبانو د پوهنې وزیر ورته ویلي چې ډېر ژر به د نجونو تړلي ښونځي پرانستل شي. دوى دا هم وايي چې طالبانو اجازه ورکړې چې په افغانستان کې د نجونو د لېسو لپاره ځانګړې ښوونځي جوړ کړي.

د الخیر په نوم دغه بنسټ چې د نړۍ له پنځوسو ډېرو هېوادونو کې د روغتیا او د نجونو د زده کړو لپاره کار کوي وايي اړتیا ته په کتو یې دا پرېکړه کړې چې په افغانستان کې په لومړي پړاو کې لس ښوونځي او ورپسې ټولو ولایتونو کې یو یو ښونځی ودان کړي.