د طالبانو لومړی وزیر: نړیوال دې ستونزې نه جوړوي، خبرو ته ور سره چمتو یو

د عکس سرچینه، Taliban
- Author, راصد ځواک
- دنده, بي بي سي
د طالبانو لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند د چارشنبې په ورځ د پروان بګرام کې د امریکايي ځواکونو د وتلو یو کال پوره کېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، نړیوال باید ستونزې جوړې نه کړي:
"هر څه چې د دوی له انده ستونزې دي باید د خبرو له لارې حل شي، نه دا چې د ستونزو جوړولو لپاره پلمې جوړې کړي". ده وویل، چې طالبان له نړیوالو سره خبرو ته چمتو دي.
د بګرام هوايي ډګر کې جوړو شویو دغو مراسمو ته د طالبانو لومړي وزیر دا هم وویل چې له امریکايي ځواکونو دوی ته له خاورد ډکو جالونو پرته هېڅ کوم بنسټیز کار نه دی پاتې شوی.
ده پر افغانانو غږ وکړ چې پر بهرنیانو دې خپل ځانونه نه تړي، بلکې خپل هېواد دې پخپلو لاسونو جوړ کړي.
ملا محمد حسن اخوند زیاته کړه، چې اوس افغانستان کې امنیت راغلی، وژنې پای ته رسېدلې دي، او "اوس به هغه څوک تخريب کوي چې له لاسه یې عیش او عشرت وتلی وي، دوی موږ ته کوم داسې څه پرېښودل چې دا ملت پرې هوسا شوی وي".

د عکس سرچینه، SM
د طالبانو حکومت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو لومړۍ کلیزه تېره شپه پلازمېنه کابل کې په اور لوبو ونمانځله.
د خواله رسنیو ګڼو کارنو لیکلي چې دغو اور لوبو سره د کابل له بېلابېلو برخو د خوښۍ سختې هوايي ډزې هم ملې وې.
د طالبانو حکومت د وږي یا سنبلې نهمه د "ازادۍ ورځ" نومولې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت یې ویلي چې له همدې کبله به نن چارشنبه عمومي رخصت وي.
د طالبانو حکومت همدا راز له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو یوه اعلامیه هم خپره کړې چې پر نړیوالو پکې غږ شوی چې د دوی په وینا د "افغانستان پر وړاندې معقول سیاست خپل کړي."
له دې سره بېلابېلو طالب مشرانو د خپلو خواله رسنیو پر اکونټونو له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لومړۍ کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي.
وروستي امریکايي پوځیان د ۲۰۲۱ کال د اګست د دېرشمې پر نیمه شپه د کابل له هوايي ډګره ووتل او په دې توګه یې افغانستان کې خپل ۲۰ کلن حضور پای ته ورساوه.

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر نهمه نیویارک کې له خونړیو ترهګریزو بریدونو وروسته پر افغانستان یرغل کړی او پر دغو بریدونو تورنې القاعده شبکې ته د پناه ورکولو له کبله د طالبانو حکومت راپرځولی و.
بله خوا د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن له افغانستان د دوی د ځواکونو وتلو د لومړۍ کلیزې په تړاو یوه اعلامیه کې پر افغانستان د برید دفاع کړې او ویلي یې دي چې د ځان دفاع لپاره افغانستان ته تللي وو.
ښاغلي اسټن زیاته کړې همدا اقدام ددې لامل شو چې له ۲۰۰۱ کال راوروسته بیا د امریکا پر خاوره کوم ترهګریز برید ونه شي.
خو نوموړی په ورته وخت کې وايي "پوهېږو چې کار اوس هم نه دی تمام" او پر ترهګرۍ ضد مبارزې باید تمرکز دوام ولري، چې امریکا همداسې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه په دې لړ کې څه موده وړاندې کابل کې د دوی ډرون برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو یادونه کړې.
د طالبانو حکومت تر اوسه کابل کې د ظواهري د وژل کېدو پخلی نه دی کړی او وايي په دې تړاو یې څېړنې لا نه دي بشړې شوې.








