جنرال پټریاس په افغانستان کې زموږ بنسټیزه تېروتنه د ژمنتیا نشتوالی و

جنرال پترایوس وايي، ''موږ د افغانستان په مناسبت کافي، منسجمه او ټیکاو لرونکې تګلاره نه درلوده''

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جنرال پټریاس وايي، ''موږ د افغانستان په مناسبت کافي، منسجمه او ټیکاو لرونکې تګلاره نه درلوده''

د امریکايي پوځ متقاعد جنرال او د امریکا متحدو ایالتونو څارګرې ادارې سي ای اې پخواني مشر ډېوېډ پټریاس د امریکا اتلانټیک مجله کې یوه مقاله لیکلې، چې پکې یې د ۲۰۰۱ کال له هغه وخته چې امریکايي پوځیان افغانستان ته لاړل، بیا د تېر کال تر دوبي پورې وضعیت ته چې دغه ځواکونه له هغه هېواده ووتل، پېښو ته مفصله کتنه کړې.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځونو پخواني قومندان جنرال پټریاس لیکنې ته ''د افغانستان وضعیت له مجبورۍ داسې نه دی شوی '' سرلیک ورکړل شوی.

د یادونې ده چې جنرال پاتریوس په عراق کې هم د امریکايي ځواکونو د قومندانۍ دنده درلوده.

نوموړي په دې مقاله چې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو یوه کال مودې تېرېدو په مناسبت خپره شوې ویلي، ''زموږ بنسټیزه تېروتنه د ژمنتیا نشتوالی و. '' نوموړی په دې لیکنه کې زیاتوي ''اصلا خو موږ د افغانستان په مناسبت کافي، منسجمه او ټیکاو لرونکې تګلاره نه درلوده او ان په امریکا کې هم چارواکو دا تګلاره بدله نه کړه. ''

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پرمهال کابل هوايي ډګر کې سخته ګډوډي رامنځته شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پرمهال کابل هوايي ډګر کې سخته ګډوډي رامنځته شوه.

جنرال پټریاس یادونه کوي چې په لومړي سر کې افغانستان ته د امریکايي ځواکونو له تلو وروسته هم امریکا هلته د یوه پیاوړي پوځي مرکز له چمتو کولو ډډه وکړه.

نوموړی وايي، له اته کاله ځنډ وروسته چې امریکا بیا افغانستان ته توجه وکړه ''موږ په افغانستان کې د نسبي ارامتیا یوه اوږده موده، چې طالبان او نور وسله وال په پاکستان کې د ځان پر بیا چمتوالي بوخت وو، له لاسه ورکړې وه، حال دا چې موږ کولای شوای په هغه موده کې د افغانستان وسله وال ځواک او دولتي مرکزونو د پیاوړتیا لپاره لا مهم اقدامات کړي وای.

ډېوېډ پټریاس وايي، په ۲۰۰۵ کال کې چې یې د امریکا د هغه مهال دفاع وزیر په امر د افغانستان شرایطو ارزونه وکړه، متوجه شو، چې د عراق پرتله په افغانستان کې د امریکا اقدامات خورا پیکه دي، او دا په داسې حال کې و، چې د عراق جګړه په افغانستان کې له مداخلې ۱۵ میاشتې وروسته پیل شوې وه.

د نوموړي په وینا بالاخره د پخواني ولسمشر باراک اوباما حکومت ''لومړی ځل د افغانستان لپاره څه نه څه کافي امکانات په پام کې ونیول، خو ولسمشر د اضافي پوځیانو استولو له اعلان سره سم هلته د پوځیانو شمېر کولو د طرحې نېټه هم اعلان کړه. ''

جنرال پټریاس لیکلي، بالاخره د ۲۰۱۰ کال په وروستیو کې امریکا متحدو ایالتونو د کافي شمېر ځواکونو استولو، د پوځي اقداماتو ملاتړ لپاره د ملکي وړتیاوو زیاتولو، افغان ځواکونو روزنې لپاره د لازمو اسانتیاوو چمتو کولو او دوی ته د سیمو چارو سپارلو په څېر اقدمات وکړل.

د نوموړي په وینا له دې سره تر څنګ د طالبانو له مشرانو سره د مذاکراتو، له عادي غړو سره یې د روغې، جوړې او د ملکي تلفاتو معلومات تر څنګ د فساد مخنیوي او مخدره موادو له منځه وړلو چارې پیل شوې، خو دې بهیر له یوه کاله زیات دوام و نه کړ.

جو بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروګرام عملي کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جو بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروګرام عملي کړ.

جنرال پټریاس وايي، د ۲۰۱۱ کال په جون کې چې اوباما حکومت په افغانستان کې د پوځي حضور کمولو اعلان وکړ، او په داسې حال کې چې معلومېده، امریکا نه شي کولای طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته نهايي ګوزار ورکړي، ''دې پایلې ته ورسېدم چې په افغانستان کې تر ډېره وخته د پاتې کېدو ژمنې پرتله له دې هېواده وتل ترجیح لري. ''

د ډېوېډ پټریاس په خبره په داسې حال کې چې هغه وخت بالاخره امریکا پوه شوه چې د افغانستان په جګړه کې نه شي بریالۍ کېدای، ده او ځینې نورو امریکايی چارواکو خبرداری ورکاوه چې متحده ایالتونه باید د افغانستان چارو ''مدیریت '' ته دوام ورکړي.

نوموړی زیاتوي که څه هم دا تګلار بې ننګونو نه وه، خو ''هغسې چې اوس معلومه شوه، د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو لاس ته د افغانستان او افغانانو د ورتګ پرتله په مراتبو غوره وه ''.

دی ټینګار کوي متحدو ایالتونو کولای شوای د جګړې ډګر ته د ځواکونو له استولو پرته له نورو لارو، چارو د افغان ځواکونو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره اقدامات وکړي. جنرال پټریاس د ۲۰۲۰ کال هغه هوکړه چې له مخې یې له طالبانو سره سوله وشوه او امریکايي ځواکونه له افغانستان ووتل، ''د امریکا تر ټولو ناوړه دیپلوماتیکه هوکړه '' بولي.

جنرال پترایوس د هغو وسلو او تجهیزاتو پر څرنګوالي هم نیوکه وکړه چې امریکا افغان ځواکونو ته ورکول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جنرال پټریاس د هغو وسلو او تجهیزاتو پر څرنګوالي هم نیوکه وکړه چې امریکا افغان ځواکونو ته ورکول.

جنرال پټریاس له افغانستان سره د پوځي مرستو پر څرنګوالي هم نیوکه وکړه او په وینا یې ''موږ د هغه څه پر ځای چې افغان ځواکونو ورته اړتیا درلوده، هغه څه دوی ته استول چې فکر مو کاوه، باید اړتیا ورته ولري. '' د نوموړي په وینا د دې لامل د امریکا کانګرېس هغه فشار و، چې په امریکا کې د چمتو شویو تجهیزاتو پېرلو لپاره یې کارواه.

نوموړي د بېلګې په توګه د هغو عصري چورلکو یادونه وکړه، چې د ده په وینا افغان ځواکونه یې د ترمیم او ساتنې جوګه نه وو. د جنرال پترایوس په وینا امریکا د دې پر ځای باید داسې تجهیزات پېرودلي وای، چې ساده او اسان وای که څه هم امریکا کې نه وای چمتو شوي.

د جنرال پټریاس په خبره د افغانستان اوسنی وضعیت له پلوه د امریکا لپاره د پرلپسې اندېښنې وړ دی او له بله پلوه امریکا اړه ده په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو یو ځای کېدو مخنیوي او له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره سرچینې ځانګړې کړي.

دا متقاعد جنرال وايي: ''د امریکا دواړو ګوندونو اړوند ولسمشرانو دا تمایل چې بې پایه بهرنۍ جګړې پای ته ورسوي او پر ځای یې په هېواد کې دننه پرمختیا ته پاملرنه وکړي، د پوهېدو وړ ده '' خو په وینا یې ''ستونزه دا ده چې معلومه نه ده ایا له افغانستانه زموږ وتل په هغه هېواد کې زموږ د بې پایه جګړې پای دی او که نه او دا هم معلومه نه ده چې په هغه جګړه کې زموږ د مداخلې اړتیا ختمه شوې او که نه. ''

نوموړي خپله لیکنه په عراق، پاکستان او افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر ریان کراکر په یوه خبره پای ته رسولې چې وايي: ''کولای شې، د سینما له سالونه بهر ته ووځې، خو له تا پرته به هم د فلم ننداره روانه وي. ''