تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان وايي، د الظواهري د راتګ او دلته د اوسېدو په اړه هېڅ معلومات نه لري
افغان طالبانو ویلي، افغانستان ته د القاعدې شبکې د وژل شوي مشر ایمن الظواهري له ورتګ او هلته د نوموړي د اوسېدو په اړه هېڅ مالومات نه لري.
د امریکا ولسمشر جو بایډن درې ورځې وړاندې اعلان وکړ چې ایمن الظواهري یې افغان پلازمېنه کابل کې په یوه ډرون برید کې وژلی دی.
خو طالبانو له درې ورځني سکوت وروسته او په خپل رسمي غبرګون کې ویلي، د امریکا د ولسمشر د دې ادعا په اړه مالومات نه لري.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د دې ډلې کشفي او استخباراتي ارګانونو ته سپارښتنه شوې ده چې د قضیې د ټولو اړخونو په اړه جدي پلټنې وکړي.
طالبانو همدا راز ویلي، د افغانستان پر خاوره د امریکا ډرون برید له دوحې تړونه سرغړونه ده او که بیا دا ډول پېښې تکرار شي نو د هر ډول پایلو مسؤلیت به یې د امریکا پر غاړه وي.
د یادونې ده چې طالبانو تېره دوشنبه ناوخته ومنله چې امریکا د کابل ښار په شېرپور سیمه کې پر یوه کور ډرون برید کړی دی، خو دوی (طالبان) نه پوهېږي چې د برید هدف څوک و.
څو ساعته وروسته د امریکا ګڼو رسنیو خبر ورکړ چې په هغه برید کې (چې د تېرې یکشنبې پر سهار شوی و) د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژل شوی دی.
ورپسې د امریکا ولسمشر بایډین هم سپینه ماڼۍ کې د رسنیو پر وړاندې راڅرګند شو او په دې برید کې د الظواهري د وژنې دعوه یې وکړه.
د الظواهري د وژلو غبرګونونو کې د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ویلي، دا شونتيا شته چې په طالبانو کې دې ځينو عناصرو له امريکا سره د القاعدې د مشر ايمن الظواهري په وژنه کې مرسته کړې وي.
نوموړي چې د امریکا له ملي راډيو سره (اېن پي ار) سره خبرې کولې وويل، داسې احتمال شته چې د حقاني شبکې په ګډون يو شمېر طالب چارواکي په کابل کې د القاعدې د مشر ايمن الظواهري له شتون څخه خبر وي خو د نوموړي په خبره د دې ډلې ټول مشرتابه ممکن په دې نه و خبر.
ښاغلي خليلزاد په خپله وروستۍ مرکه کې ويلي، ښايي په افغانستان کې د الظواهري له حضور سره د دوحې له تړون د سرغړونې په اړه د ځينو طالب مشرانو تر منځ اختلاف موجود وي.
ایمن الظواهري پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د نهمې بریدونو سازمانولو کې ښکېل و چې نږدې ۳ زره کسان پکې وژل شوي وو.
۷۱ کلن الظواهري چې په خټه مصری او د سترګو جراح و، د امریکا د ځانګړو ځواکونو لخوا په ۲۰۱۱ کال د پاکستان ایبټ اباد کې د القاعده شبکې د بنسټګر او مخکیني مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته، د دې ډلې مشرۍ ته ورسېد.