د افغانستان پخوانۍ ولسي جرګې یو شمېر غړي 'په انلاین بڼه' د جرګې غونډې پیلوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې یو شمېر وکیلانو پرېکړه کړې ده چې له دې وروسته به 'په انلاین بڼه'د دې جرګې عمومي غونډې رابولي او د جرګي غړي به ګډون پکې کوي.
د ولسي جرګې وروستۍ دوره کې د دې جرګې د دارالانشا عمومي رئیس عبدالقادر ځاځي بي بي سي ته ویلي، په دې تړاو له ګڼو وکیلانو سره اړیکه نیول شوې او ټولو د دې ګام هرکلی کړی دی.
بي بي سي د دې موضوع په اړه د افغانستان د ولسي جرګې د تېرې دورې له یو شمېر نورو وکیلانو هم پوښتنه وکړه.
په دوی کې یو غړي (چې دا مهال افغانستان کې دی) بي بي سي ته تائید کړه چې دا موضوع د ولسي جرګې د دارالانشا لخوا وکیلانو سره شریکه شوې او سلا مشورې پرې شوې دي.
خو بل لور ته ولسي جرګه کې د سېکانو او هندوانو استازي نرېندر سېنګ بي بي سي ته وویل، له دې موضوع نه دی خبر او چا ورسره اړیکه هم نه ده نیولې.
د ولسي جرګې يوه بل غړي بي بي سي ته وويل، دا ټوله طرحه يو شمېر محدودو کسانو د خپلو کټو لپاره جوړه کړې ده، او ټينګار يې وکړ چې دا پلان به په عمل کې هېڅ ګټه ونلري.
تېر کال اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره ولسي جرګې هم د ځینو نورو ادارو په څېر خپل فعالیت ودراوه.
دا مهال د ولسي جرګې د وروستۍ دورې ګڼ شمېر وکیلان له افغانستان بهر دي، خو ویل کېږي چې شاوخوا پنځوس تنه وکیلان لا هم په هېواد کې دي.
د شنبې پر ورځ (د جولای شپاړسمه) د ولسي جرګې د دارالانشا کارکوونکو د جرګې د انلاین غونډو پیلېدو په تړاو رسنیو ته یوه خبرتیا استولې.
په دې خبرتیا کې راغلي چې د شنبې پر ورځ د ولسي جرګې د تېرې دورې اداري پلاوي پر دې پلان د خبرو لپاره خپلمنځي غونډه کړې ده.
په خبرتیا کې همدا راز ویل شوي چې په دې غونډه کې د ولسي جرګې د تېرې دورې رئیس میر عبدالرحمان رحماني، د هغې جرګې منشیانو او د دارالانشا عمومي رئیس ګډون کړی و.
"ولسي جرګه لا هم مشروعیت لري"

د عکس سرچینه، Social Media / Wolesi Jirga
عبدالقادر ځاځي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، د افغانستان د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې جوړښت او غړي لا هم په نړیواله کچه قانوني مشروعیت لري.
نوموړی وایي، په افغانستان کې اوسنی نظام په زور واکمن شوی، تېرې ولسي جرګې خپله کاري موده نه ده بشپړه کړې او د راتلونکې دورې لپاره هم ټاکنې نه دي ترسره شوې.
د ښاغلي ځاځي په وینا د افغانستان ولسي جرګه لا هم 'د پارلمانونو د نړیوال اتحاد' یا د Inter-parliamentary Union غړیتوب لري او همدې ادارې ورته سپارښتنه کړې چې باید خپلې غونډې په انلاین بڼه پیل کړي.
د هغه په وینا، په اوسنۍ نړۍ کې تکنالوژۍ چارې اسانه کړې دي او موکلین کولای شي چې په انلاین توګه له خپلو وکیلانو سره اړیکه ونیسي او د خپلو سیمو ستونزې ورسره شریکې کړي.
خو تر اوسه روښانه نه ده چې د ولسي جرګې د تېرې دورې څومره شمېر وکیلان به په دې غونډو کې ګډون کوي.
دا هم روښانه نه ده چې ایا هغه وکیلان چې لا هم افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي، په دې غونډو کې به ګډون ته زړه ښه کړي او که نه.






