تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د افغانستان زلزله ځپلو سره ۵۵ میلیون ډالر عاجله مرسته اعلان کړه
- Author, راصد ځواک
- دنده, بي بي سي
د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې افغانستان کې د وروستۍ زلزلې ځپلو افغانانو سره ۵۵ میلیون ډالر بېړنۍ بشر دوستانه مرسته کوي.
له دغه وزارته خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د جون د ۲۲ مې زلزلې د افغانانو بشري کړکېچ چې له اوږدې مودې یې دوام موندلی، لا پسې سخت کړی دی.
اعلامیه وایي د امریکا له مالي ملاتړ برخمنو شریکانو له دې طبیعي پېښې وروسته بېړنۍ روغتیایي مرسته ورسوله او ولسسمشر بایډن د نورو اړتیاو د ارزولو لارښوونه وکړه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت اوس د ولسمشر بایډن د همدې لارښوونې پایله کې د دغه هېواد د نړیوالې پراختیایي ادارې له لارې افغانستان سره د ۵۵ میلیون ډالرو په ارزښت دغه عاجله اضافه بشردوستانه مرسته اعلان کړې.
د افغانستان سویل ختیځ پکتیکا کې پوره یوه اوونۍ وړاندې د رېښتر په کچه ۶ اعشاریه ۱ درجه زلزلې د سر او مال درانه زیانونه واړول.
افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت او نورو سرچینو ویلي دې زلزله کې تر ۱۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي، څه باندې ۳۰۰۰ ټپیان دي او همدا راز سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږۍ ادارې "اوچا" دا زلزله "ناروین کې بل ناورین" بللی او زیانمنو خلکو سره یې بېړنیو مرستو لپاره ۱۱۰ میلیون ډالر غوښتي دي.
ددغې ادارې مشر رامز الاکبروف بي بي سي ته ویلي، زلزله ځپلیو ولسوالیو کې پراخه ویجاړي رامنځ ته شوې او هلته ۳۶۲ زره کسان بېړنو مرستو ته اړتیا لري.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت علامیه وایي د دوی دغو بېړنیو مرستو کې به د سرپناه وسایل، د پخلي لوښي، کمپلې، کالي، لمریز ګروپونه او د کور نور اړین وسایل شامل وي.
امریکا وایي له دې مرستې سره به روان کال د دوی لخوا له افغانانو سره د ټولو ترسره شویو بشردوستانه مرستې اندازه ۷۷۴ میلیون ډالرو ته ورسېږي.
د یادونې وړ ده چې تر امریکا وړاندې چین، هند، پاکستان، ایران او ځینو عرب هېوادونو هم افغانستان کې د وروستۍ زلزلې زیانمنو ته مرستې لېږلې دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد همدا تېره ورځ (سې شنبه د مارچ ۲۸مه) پر خپل ټویټر لیکلي چې چین دوو الوتکو کې د ۸ میلیون ډالرو په ارزښت مرستې وراستولې دي.
د ښاغلي مجاهد په حواله د چین مرستو کې هم "کمپلې، البسه او نور اړین توکي" شامل دي.
دې زلزله کې د زیانمنو شویو سیمو ځینې اوسیدونکي غوښتنه کوي چې د کورونو او سرپناه په جوړېدو کې دې ورسره مرستو ته لومړیتوب ورکړ شي.
د طالبانو د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ خوست او پکتیکا ته تللي پلاوي خلکو سره ژمنه کړې چې د سرپناوو رغولو کې به ورسره مرسته وکړي.