خوست او پکتيکا کې زلزله؛ نړيوالې مرستې دوام لري

د عکس سرچینه، Getty Images
په پکتيکا او خوست ولايتونو کې له ويجاړونکې زلزلې درې ورځې وروسته د افغانستان جنوب ختيځ ته نورې نړيوالې مرستې استول شوې دي. په دې سيمو کې په زرګونو خلک د خوړو او سرپناه په تمه دي.
د تېرې سې شنبې شپې په دې زلزله کې تر ۱۰۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ نور ټپيان دي. ملګرو ملتونه بيا د وژل شويو شمېر ۷۷۰ تنه ښودلی دی خو خبرداری يې ورکړی چې کېدی شي مرګژوبله تر دې هم زياته وي.
دغه زلزلې د ګڼ ځاني زيان تر څنګ مالي زيان هم اړولی دی.
د طالبانو د طبعي پېښو پرضد د مبارزې وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم بي بي سي ته وويل، د هغو کورنو شمېر چې زلزلې زیانمن کړي تر ۱۰ زور رسېږي.
په ورته وخت کې يو شمېر خيريه ادارو او هېوادونو هم له افغانستان سره د مرستو ژمنې کړې دي. متحده عربي امارات، ایران، پاکستان او هند د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې زلزله ځپلو سیمو ته یې خیمې، خوراکي توکي او طبي وسایل استولي دي.
د روغتیا نړېوال سازمان بيا پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د مرستو په دوام په پکتیکا کې د زلزلې زیانمنو شویو سیمو ته د درملو او روغتیايي توکو مرستې رسول شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه سازمان د ټپيانو او ناروغانو د درملنې لپاره د بېړنۍ طبي مرستې ځینې وسایل هم د اورګون سيمه یيز روغتون ته ورکړي دي.
په دې وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو ادارې او یو شمېر نورو هېوادونو د ورته مرستو اعلان کړی و.
که څه هم د طالبانو یوه چارواکي پرون وویل، چې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي، خو ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې د مرګ ژوبلې د زیاتیدو احتمال شته.
په ورته وخت طالب چارواکي وايي، نن جمعه يو ځل بيا زلزله شوې چې ۱۶ کسانو ته يې مرګژوبله اړولې ده.









