افغانستان کې صرافان: د افغانیو بانک نوټونو له کمښت سره مخ یو

افغانۍ بانک نوټونه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان په پلازمېنه کابل او ځېنو ولایتونو کې صرافان او عام خلک شکایت کوي چې د افغانیو د بانک نوټونو له کمښت سره مخ دي.

صرافان وايي " په ځینو ولایتونو کې بانک نوټونه دومره زاړه شوي چې مشتریان یې په اسانۍ نه اخلي."

د افغانستان ختیځ جلال اباد ښار کې د نقیب الله توتاخېل په نامه یوه صراف بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، بازارونو کې د افغانیو بانک نوټونو کمښت ورته سرخوږی جوړ کړی دی.

ښاغلی توتاخېل وايي: "د افغانیو له کمښت سره سره، د بانک نوټونو له اندازې زیات زړښت بله هغه لویه ننګونه ده چې موږ ورسره لاس و ګریوان یو. "

د بانک نوټونو د کمښت ستونزه له لویه سره په هغو ولایتونو کې ډېره ده چې پخوا پکې د نورو هېوادونو کرنسي چلېده.

په افغانستان کې د صرافانو ټولنې مرستیال عبدالرحمن ځیرک بي بي سي پښتو سره خبرو کې وویل، د ځېنو ولایتونو صرافان د نغدو پیسو لپاره کابل ته ورځي، او له شهزاده سرای د نغدو پيسو مرسته غواړي.

ښاغلی ځیرک وايي، که څه هم په کابل کې د بانک نوټونو ستونزه ډېره نه لیدل کېږي خو وايي که نوي بانک نوټونه ژر چاپ نشي، کابل کې به هم صرافان او خلک له ستونزو سره مخ کړي.

افغانۍ بانک نوټونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د تېر کال اګست راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د افغانیو نوي بانک نوټونه نه دي چاپ شوي او نه هم په بهر کې چاپ شوې افغانۍ دغه هېواد ته استول شوې دي.

بي بي سي ته مالومه شوې چې په پولنډ کې درې میلیارده نوي چاپ شوي بانک نوټونه افغانستان ته نه دي وړل شوي.

دا پيسې د تېر جمهوري نظام پر مهال چاپ شوې دي او پر طالبانو د ځینو بندیزونو له امله افغانستان ته د وړلو اجازه نه ورکول کېږي.

افغانستان کې اقتصاد ځپل شوی او ځینې کارپوهان په دې باور دي چې، بازارونو کې د افغانيو بانک نوټونو کمښت یو له هغو لاملونو دی چې د دې کرنسۍ ارزښت یې لوړ ساتلی دی.

په ورته مهال، د افغانیو کموالي او د بانک نوټونو زړښت ولسي خلکو او هټیوالو ته هم سرخوږی جوړ کړی.

په کابل کې یو هټیوال سید جان وايي: "له خلکو مو زړې پیسې اخیستي خو اوس حیران یو چې څه پرې وکړو، پخوا به مو په نورو شرکتونو بېرته پلورلې خو اوس هغه شرکتونه هم په افغانیو راکړه ورکړه نه کوي"

افغانۍ بانک نوټونه

د عکس سرچینه، Getty Images

سره له دې چې صرافان بازارونو کې د افغانیو له کمښت شکایت کوي خو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي، دا ستونزه هومره ستره نه ده چې خلکو او صرافانو ته کومه لویه ننګونه جوړه کړي.

د دغه بانک ویاند محمد صابر مومند بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي: "د افغانستان بانک په زېرمو کې په پوره اندازه پیسې شته او خصوصي بانکونه اوونۍ کې دوه درې ځله له مرکزي بانکه خپلو بانکونو ته پیسې لېږدوي."

د تېر حکومت یوه چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، بي بي سي پښتو پاڼې ته وويل، د جمهوري نظام په ورستیو کې د لس میلیاردو افغانیو په ارزښت واړه بانک نوټونه چې "لسګون، شلګون، او پنځوسي" پکې شامل وو، چاپ شول، خو غټ نوټونه نه وو چاپ شوي.

دغه سرچینه وايي، د افغانستان بانک په خزانه کې شاوخوا شپېته میلیارده افغانۍ پاتې وې، خو د طالبانو حکومت اوس په دغه بانک کې د پاتې پیسو په تړاو له څه ویلو ډډه کوي.

سرچینه زیاتوي، د تېر حکومت وروستیو کې ۳۶۰ میلیارده افغانۍ بازارونو کې د چلښت په حال کې وې چې دا شمېر ورځ تر بلې اوس په کمېدو دی.

د تېر حکومت پر مهال د افغانیو بانک نوټونه په جرمني، فرانسه، بریتانیا او پولنډ کې چاپېدل، خو اوس روښانه نه ده چې د طالبانو حکومت به افغانۍ چېرته چاپوي.