زېلینسکي: اروپا پر اوکرایین د روسیې یرغل مخینوي اقدامات 'ډېر' وځنډول

Nato leaders at Summit 24 March 2022

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ناټو غړو هېوادونو مشران په بروکسل کې له غونډي مخکې په یوه تصویر کې لیدل کېږي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلنسکي وايي، پر مسکو د بندیزونو لګولو او ژر د نورد سټریم ګاز نل لیکې بندولو کې د پاتې راتلو له کبله اروپا پر اوکرایین د روسیې بندیز مخنیوی 'یو څه ډېر ناوخته ' کړ.

نوموړي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې غونډې ته شپې ناوخته په یوه ویډیويي پیغام کې له اروپايي ټولنې سره د خپل هېواد شمولیت غوښتنه هم وکړه.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن یادې غونډې ته وویل، پر اوکرايين د روسيې بريد لامل شوى چې ناټو تر پخوا ډېره يو موټې شي.

د ناټو او جې - اووه هېوادونو مشرانو د يوې ناوياتې ناستې په ترڅ کې د پيوستون يو ننداره وړاندې کړه.

ولسمشر بايډن او د اروپايي کمېسيون مشرې اورسولا ون در لين وويل هغه څه ته په ځواب ورکولو کې يو موټي دي چې دوى د روسيې له لوري نا پارول شوې او د نه توجيه وړ جګړه وبلله.

ولسمشر بايدن وويل روسيې ناټو کم ارزښته بللې وه.

په ورته مهال د ناټو مشرانو ختيځې اروپا ته د څلوېښت زرو اضافي ځواکونو د استولو پلان منلى.

ناټو ټلواله وايي، دا ګام يې د هغه څه پر وړاندې پورته کړې چې دوى یې د يوه نسل تر ټولو ستر امنيتي کړکېچ بولي.

د ناټو سرمنشي ينز سټولټنبرګ وويل، د ناټو غړي هېوادونه به د خپلو وګړو د خوندي ساتلو لپاره ټينګ ودرېږي.

نوموړي زياته کړه ويره ده چې مسکو د کيمياوي وسلو د کارونې چمتوالى کوي.

ښاغلي سټولټنبرگ وويل پر اوکرايين د روسيې بريد امنيتي چاپېريال اوږدې مودې لپاره بدل کړى.

بایډن: پوتین پر اوکرایین د یرغل د پرېکړې محاسبه کې لویه تېروتنه کړې

بایډن

د عکس سرچینه، EPA

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي روسي سیال یې ولادیمیر پوتین پر اوکرایین د برید پریکړه کې د ده په وینا ستره محاسباتي تېروتنه کړې ده.

ښاغلي بایډن بروکسل کې د ناټو سرمشریزه کې تر ګډون وروسته یوې خبرې ناستې ته وویل پوتین په بشپړ ډول د هغه برعکس څه ترلاسه کوي، چې پر اوکرایین د ورختلو پر مهال یې د لاس ته راوړلو فکر کاوه.

د امریکا ولسمشر دلته دغه راز زیاته کړې چې "ناټو اوس تر بل هر وخت ډېره متحده ده."

هغه وویل چې له خپلو متحدانو سره یو ځای د اوکرایین د ملاتړ هڅو ته دوام ورکوي.

جو بایډن وویل واشنګټن د روسیې د پارلمان "دوما" د ۳۰۰ غړو په ګډون په ۴۰۰ روسي اتباعو او سازمانونو بندیزونه لګوي.

هغه وویل دغه بندیزونه په هغو شتمنو او روسي کمپنو هم لګول کېږي چې د ده به وینا د روسیې جګړه ییز ماشین یې فعال ساتلی.

بروکسل کې د ناټو د دې سرمشریزې تر پای وروسته د جی-۷ او اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه هم کېږي.

دا غونډې کم سارې بلل شوې او دوی غواړي په دې توګه په خپلو کې یووالي څرګند کړي.

ښاغلی بایډن به دې ټولو غونډو کې ګډون وکړي او دا به د یوه امریکايي ولسمشر لپاره لومړی ځل وي، چې بروکسل کې د اروپايي ټولنې په یوه غونډه کې ګډون کوي.

ښاغلي بایډن ډاډ ورکړی چې پر روسیې لګېدلي بندیزونه بې اغېزې نه دي او که تر یوې میاشتې همداسې دوام وکړي نو روسیه به له جګړې راوګرځوي.