'د افغانستان او پاکستان ښارونو تر منځ د بار وړونکو موټرو پر تګ راتګ هوکړه شوې'

افغانستان د پاکستان له اقتصادي اغېز په وتو دى

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان کې نظر دا دى چې افغانستان د دغه هېواد له اقتصادي کلابندۍ ځان خلاص کړى
    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، کابل او اسلام اباد د باري موټرو پر تګ راتګ نوې هوکړې ته رسېدلي دي.

د دې هوکړې له مخې، د افغانستان ټرانزیټي موټر د پاکستان او د پاکستان ټرانزیټي موټر د افغانستان ټولو ښارونو ته تګ راتګ کولی شي.

یو شمېر سوداګرو د دې هوکړې هر کلی کړی او دا ګام یې د توکو د بیو په ټیټوالي کې مهم بللی دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اعلامیې له مخې، د روان زېږدیز کال د مارچ له ۲۱ وروسته د دواړو هېوادونو ټرانزیټي موټر په ازاده توګه دواړو خواو ته تګ راتګ کولای شي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې هوکړې له مخې، په کندهار او خوست کې د پاکستان کونسلګرۍ د افغانستان باري موټرو ته یو لنډمهالی سند یا ټي ټي اې ډي ورکوي او همداراز په پېښور او کوټه کې د افغانستان کونسلګرۍ هم همدا سند هغو پاکستاني باري موټرو ته ور کوي چې غواړي د افغانستان خاورې ته سوداګریز توکي ولېږدوي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشرنقیب الله ساپي بي بي سي ته وویل، دا هوکړه د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

یو شمېر افغان سوداګر وايي، د نوې هوکړې له مخې به نه یوازې سوداګر په کم وخت کې د توکو لېږد رالېږد کوي، بلکې د توکو د ضایع کېدو د مخنیوي ترڅنګ به د لېږد رالېږد په لګښتونو کې هم پاموړ کمی راشي.

د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا په منځګړیتوب افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ هوکړه یا 'اپټا ' لاسلیک کړې وه خو افغان چارواکو او سوداګرو تل پاکستان ته ګوته نیوله چې له هوکړې غاړه غړوي.

د یاد تړون له مخې، افغان موټر اجازه لرله چې د پاکستان بېلا بېلو ښارونو او بندرونو ته تګ راتګ وکړي دغه راز، پاکستاني باري موټرو هم د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا هيوادونو ته تګ اجازه لرله.

خو په عمل کې افغان باري موټرو ته یوازې تر پېښور او کوټې د تګ راتګ اجازه وه چې په مقابل کې یې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني موټرو تګ راتګ هم محدود شو او یوازې پر ډېورنډ کرښې پرتو ولایتونو ته تلی راتلی شول.

تورخم

د عکس سرچینه، Getty Images

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د نوې هوکړې له مخې، افغان سوداګر کولای شي خپل ټرانزیټي سوداګریز توکي له شخصي کانټینرونو په استفادې د کراچۍ له بندره افغانستان ته راولېږدوي او همداراز پاکستان د دې اجازه ترلاسه کوي چې، خپل صادراتي سوداګریز توکي د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته یوسي.

دا چې د د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ نوی تړون بشپړ پلی شي او که نه، راتلونکی یې ځواب ویلی شي.