د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو واکمنۍ افغانستان کې بشري ناورین لا چټک کړی

Burqa-clad women travel in a vehicle along a street in Kandahar on 18 December

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بشري حقونو څار سازمان وایي، تېرو څو میاشتو کې افغانستان کې د ښځو حقونو برخه کې شاتګ شوی

د بشري حقونو د څار سازمان خپل تازه رپوټ کې ویلي، پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو په دې هېواد کې د بشري حقونو ناورین او همدا راز هلته روان بشري بحران لا چټک کړي دي.

یاد سازمان د ۲۰۲۲ کال لپاره خپل 'نړیوال رپوټ' کې د افغانستان په اړه ویلي، د تېر اګست پر پنځلسمه نېټه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هلته د ښځو د حقونو او د رسنیو ازادۍ برخه کې پرمختګونه په شاتګ بدل شوي.‌

په رپوټ کې همدا راز راغلي، د نجونو ډېری ثانوي ښوونځي تړل شوي او ښځې د عامې روغتیا برخې پرته نورو برخو کې له کار کولو منع کړل شوې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مشره پټریسیا ګاسمن وایي،‌ افغانان دا مهال د طالبانو د جبر او د لوږې ترمنځ راګېر دي.

نوموړې وایي، هغه هېوادونه چې تېرو شلو کالو کې په افغانستان کې ښکېل وو، باید له دې هېواد سره د روغتیا او معارف په ګډون ګڼو برخو کې بشري مرستې وکړي.

خو نوموړې ټینګار کوي چې هېوادونه باید دا مرستې د وسیلې په توګه وکاروي‌ او له طالبانو وغواړي چې افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې بندې کړي.‌

د طالبانو غبرګون: د خلکو ټول حقوق خوندي دي

Taliban guard standing as women carry placards during a rally demanding the international community unfreeze the country's assets

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، طالبانو ویلي، دا رپوټ د ناسمو مالوماتو پر بنسټ چمتو شوی دی

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تېر په څېر د بشر د حقونو څار سازمان دا وروستی رپوټ هم رد کړی دی.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له هغه راهیسې چې طالبان واکمن شوي په افغانستان کې د خلکو ټول حقوق خوندي دي.

ښاغلی مجاهد وایي، یاد رپوټ د هغو ناسمو مالوماتو پر بنسټ چمتو شوی چې ځینې کړۍ یې د پروپاګند لپاره خپروي.‌

خو د بشر د حقونو څار سازمان خپل رپوټ کې وایي، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو ګڼ پخواني افسران وژلي.

رپوټ همدا راز وایي، طالبانو ګڼ داسې اصول او شرایط لاګو کړي چې ورسره د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

یاد سازمان همدا راز پر طالبانو تور لګوي چې پر رسنیو یې پراخ محدودیتونه لګولي، چې له کبله یې افغانستان کې اویا سلنه رسنیو فعالیتونه بند کړي.‌